معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غوري د سیمنټو فابریکه هره ورځ ۳۰ زره خلطې سمنټ تولیدوي

غوري د سیمنټو فابریکه هره ورځ ۳۰ زره خلطې سمنټ تولیدوي

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۹مه او د مۍ میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د غوري فابریکې مسوولین وایي چې د دغې فابریکې فعالیتونه پراخ شوي دي او دوی یې د چارو د لا ښه مدیریت لپاره هڅې کوي.
د غوري سیمنټو فابریکې فني مرستیال ویلي چې د دوی په تولیداتو کې ډېروالی راغلی دی او په خبره یې په ورځ کې د شاوخوا ۳۰ زره خلطو سیمنټو د تولید وړتیا لري، چې ۱۵۰۰ ټنه کېږي.
دی زیاتوي چې دوی د فابریکې د تولید ډېرولو لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې وکړی شي افغانستان له دې اړخه تر یوې کچې پر ځان بسیا کړي.
غوري په بغلان کې د سمنټو د تولید یوازینۍ کورنۍ فابریکه ده چې سیمنټ یې له ښه کیفیت برخمن دي او حکومت ژمنه کړې چې ددغه فابریکې د لا ښه تولید او پیاوړتیا لپاره به هر اړخیزه هڅه کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس