معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / غزه کې تر نیمایي زیاتې ودانۍ ویجاړې شوې

غزه کې تر نیمایي زیاتې ودانۍ ویجاړې شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۶سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د سـټلایټ مرکز (UNOSAT) لخوا د دوشنبې په ورځ د وروستيو خپاره شویو معلوماتو له مخې، د تېرې اکتوبر میاشتې راهیسې کله چې اسراییلي اشغالګرو پر غزې بریدونه پیل کړي، تر ننه د غزې په تړانګه کې له نیمایي څخه ډېرې ودانۍ بیخي ویجاړې او یا هم جدي زیانمنې شوې دي.

د (UNOSAT) له لوري سپوږمکۍ څخه د اخیستل شویو عکسونو پر بنسټ چې تېره میاشت اخیستل شوي، په ډاګه کوي چې د جګړې له پیل څخه ترننه په غزه کې له ۱۳۷ زرو څخه زیاتې ودانۍ زیانمنې شوې دي.

یاد مرکز ویلي، په غزه کې څه باندې ۱۶ زره ودانۍ سختې زیانمنې شوې او ۴۷ زره ۳۶۸ په منځنۍ توګه اغېزمنې شوې دي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې په غزه کې له نږدې ۱۳۷زره ۲۹۷ ودانیو، شاوخوا ۵۵ سلنه اغېزمنې شوې دي.

دوی دغه راز زیاته کړې، د غزې په مرکزي برخه کې د البلاح او په شمال کې د غزې ښار د اپریل له لومړۍ نېټې څخه د می تر درېیمې پورې تر ټولو ډېر زیان لیدلی دی.

یادې ادارې ټینګار کړی، چې موندنې لاهم د لومړني تحلیل برخه وه، کوم چې لا تر اوسه په ساحه کې تایید شوې دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس