معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / عمران خان افغانستان ته د بشري ځواک د رالېږلو غوښتنه کړې

عمران خان افغانستان ته د بشري ځواک د رالېږلو غوښتنه کړې

ګهیځ: نن شنبه (د مرغومي ۲۵مه) د پاکستان لومړي وزیر عمران خان افغانستان کې د بشري کړکېچ د مخنیوي په موخه د خپل هېواد له چارواکو غوښتي چې بشري ځواک را ولېږي.
عمران خان دغه غوښتنه د خپل هېواد لوړپوړو چارواکو او وزیرانو کمېټې (اپکس) په درېیمه غونډه کې کړې ده.
هغه د خپل هېواد چارواکو ته ویلي چې افغانستان ته روغتیایي، مخابراتو او د بانکدارۍ برخو متخصصین ولېږي، څو د ده په وینا د بشري کړکېچ مخه ونیول شي.
نوموړي په دې غونډه کې افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو غوښتنه هم ستایلې ده. هغه زیاته کړې چې د اړتیا پر مهال به افغانان له یاده و نه باسي.
ملګرو ملتونو همدا څو ورځې وړاندې په افغانستان کې دننه له ۲۲ میلیونه کسانو او دغه راز له هغو ۵.۷ میلیونه افغانانو سره چې په کوردننه بې ځایه شوي او یا پنځو ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي، د بشري مرستو لپاره د ۵ میلیارد ډالره مرسته غوښتې وه.
عمران خان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان لوري تر دې دمه له هېڅ هېواد په رسمي توګه د کار کوونکو د رالېږلو غوښتنه نه ده کړې، خو ټولنیزو رسنیو کې کاروونکي وایي چې پاکستان په دې توګه دلته د نفوذ پراخولو په لټه کې دی.
د افغان مخکیني حکومت پرځېدو سره په زرګونه افغانان له افغانستانه بهر شول، چې په دې کې د بېلابېلو برخو متخصصین او مسلکي کادرونه هم شامل وو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس