ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۹مه او د جون میاشتې ۳۰مه نېټه ده) سعودي عربستان پرون اعلان وکړ چې د ذي الحجې میاشت پرون ولیدل شوه او پر دې اساس سبا نه او بله راتلونکې جمعه د عرفې او شنبه د لوی اختر ورځ ده.
سږ کال له افغانستانه ۱۳ زره ۵۸۲ کسان د فرضي حج لپاره سعودي عربستان ته تللي.
تر اوسه د ا.ا حکومت د لوی اختر اعلان نه دی کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې کمکی اختر د ا.ا امارت له سعودي یوه ورځ مخکې اعلان کړ.
![](https://www.gaheez.af/wp-content/uploads/2022/06/photo_2022-06-29_21-13-25-650x330.jpg)