معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / صرافان د خپلو جوازونو دوام غواړی

صرافان د خپلو جوازونو دوام غواړی

ګهیځ: نن پنجشنبه (د کب پنځمه نېټه ده) د صرافانو ټولنې استازو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې د دوی په وړاندې د امنیتي او بانکي ستونزو د هواري په موخه ناسته کړې.
د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې چې تېره ورځ ناوخته خپره شوې ویل شوي چې د صرافانو ټولنې استازو په دې وروستیو کې د صرافانو پر وړاندې ناامني یوه جدي اندېښنه یاده کړې او له اړوند چارواکو یې د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې صرافانو دغه شان د خپلو جوازونو د غځولو غوښتنه هم کړې.
د خبرپاڼې په حواله، صرافانو په ټینګار سره وویل، که د صرافانو د ستونزو د هواري برخه کې کوټلي ګامونه پورته شي، د هېواد په پولي نظام کې به مثبت بدلون رامنځته شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس