معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / شري ناروغۍ؛ د روغتیا سازمان وايي افغانستان کې به څه باندې ۱۲ لکه ماشومان واکسین شي

شري ناروغۍ؛ د روغتیا سازمان وايي افغانستان کې به څه باندې ۱۲ لکه ماشومان واکسین شي

ګهیځ: نن سې شنبه (د کب ۲۴مه او مارچ ۱۵مه نېټه ده) د روغتیا نړیوال سازمان وایي، افغانستان کې به څه باندې ۱۲ لکه هغه ماشومان د شري یا سرخکان په ضد واکسین شي چې عمرونه‌ یې د ۶ میاشتو او ۵ کلونو ترمنځ دي.
دغه سازمان نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې شااوخوا ۹،۲۰۰ روغتیایي کارکوونکي د ۲۴ ولایتونو په ۴۹ ولسوالیو کې د واکسین دا بهیر مخته وړي.
د شري یا سرخکان د واکسین کمپاین د مارچ په ۱۲مه پيل او د همدې میاشتې تر ۱۷مې نېټې دوام کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان موندنې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال له پيله د ۲۰۲۲ کال تر مارچ میاشتې پورې افغانستان کې د شري له ۴۸،۳۰۰ څخه ډېرې پېښې ثبت شوي او دې موده کې ۲۵۰ ماشومان په همدې ناروغۍ مړه شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د شري ناروغۍ تر اوسه پورې په افغانستان کې ۱۴۲ ماشومان مړه کړي دي.
د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ په ټول افغانستان کې نږدې ۱۸ زره ماشومان په شري اخته شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان له دې جلا په یو بل خبر کې ویلي چې په افغانستان کې یې د ماشومانو د شري پر ضد واکسیناسیون په داسې حال کې پیل کړی چې دا ناروغي په شدت خپرېږي او د ماشومانو ژوند اخلي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس