معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / سیګار د ا.ا د هغو جګپوړو غړو نومونه اعلان کړل چې په تور نوملړ کې دي

سیګار د ا.ا د هغو جګپوړو غړو نومونه اعلان کړل چې په تور نوملړ کې دي

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۱۶مه) د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکې ادارې (سیګار) د اسلامي امارت جوړې شوې کابینې ته په پام د دوی د هغو جګپوړو غړو نومونه ،چې له دوی سره په تور نوملړ کې دي، اعلان کړل.
د دغه راپور پر بنسټ د اسلامي امارت رییس الوزراء مولوي محمد حسن اخوند او د هغه مرستیالان، مولوي عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي نومونه په تور نوملړ کې دي.
راپور کاږي چې د رییس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د دفاع مرستیال وزیر محمد فاضل مظلوم، د بندخونو ادارې چارسمبالی نور الدین ترابي او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم د امریکا په تور نوملړ کې ځای لري.
سیګار دغه راز وايي چې، په امنیتي چارو کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد ابراهیم صدر، د اطلاعاتو ادارې سرپرست عبدالحق واثق او د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم د اسلامي امارت هغه غړي دي، چې نومونه یې لا هم په تور نوملړ کې دي.
د امریکا پلټونکې اداره وايي، دا هغه کسان دي چې جنګي جنایتونه یې تر سره کړي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس