معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سي ان پي سي آی په افغانستان کې پانګه اچونې ته لېوالتیا ښودلې

سي ان پي سي آی په افغانستان کې پانګه اچونې ته لېوالتیا ښودلې

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وري ۱۷مه او د اپرېل ۶مه نېټه ده) د چین هېواد CNPCI بین المللي شرکت لېواله دی چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د دغه شرکت مشر هن ریومن دا څرګندونې د رییس الوزراء مرستیال ملا عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې کړي.
د دولت د چارو ادارې په خبره، په افغانستان کې ټینګ شوي ډاډمن امنیت له کبله هن ریومن دلته پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
ملا حنفي هغه ته ډاډ ورکړی چې ا.ا د هر ډول اقتصادي فعالیتونو په تېره بیا په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې لپاره همکارۍ ته چمتو دی.
چین یو له هغو هېوادونو څخه دی چې، په افغانستان کې تر ټولو ډېر پانګه اچونې ته لېواله دی او په دې برخه کې یې په وار وار اسلامي امارت سره خبرې کړي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس