معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سويډن کمېټه کندز کې يو لوی کانال بيا رغوي

سويډن کمېټه کندز کې يو لوی کانال بيا رغوي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۹مه او د جون میاشتې ۹مه نېته ده) د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د سویډن کمېټه په کندز کې د ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت یو کانال بیا رغوي.
ياد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، دا کانال چې ۲۷ کیلومتر اوږدوالی لري، د ۱۰ کلیو د اړتیا وړ اوبه برابروي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دا موضوع د سويډن کمېټې رییس د امو د سینديزې حوزې له مسولانو سره په لیدنه کې مطرح کړې ده.
په خبرپاڼه کې دغه شان ویل شوي، چې د دې کانال د سربند ۱۳۰ متره ساحه د (RCC) په ډول او نورې تخریب شوې برخې يې په اساسي ډول رغول کېږي.
خبرپاڼه وايي، چې د دې کانال د جوړېدو مالي لګښت د (UNDP) موسسه ورکوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس