معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سوداګري؛ افغان سوداګر د رخت په واردولو کې له ستونزو سره مخ دي

سوداګري؛ افغان سوداګر د رخت په واردولو کې له ستونزو سره مخ دي

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۲۳مه او د جون میاشتې ۱۳مه نېټه ده) د افغانستان رخت برخې سوداګر د وارداتو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پّ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغو سوداګرو د خونې له چارواکو سره د خپلو ستونزو د هواري په موخه ناسته کړې.
خبرپاڼه وايي، د رخت (ټوکر) سوداګرو له عربي متحده اماراتو او چین سره د ویزو او دغه شان له افغانستان دغه ملکونو ته د پېسو د لیږد په برخه کې خپلې اندېښنې د خونې چارواکو سره شریکي کړي.
د خونې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د خونې چارواکو سواګرو ته د دوی د ستونزو د هواري ټټر وهلی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس