معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / سهیل شاهین: پر افغانستان د امریکا بندیزونه عام ولس ته د سزا ورکولو معنی لري

سهیل شاهین: پر افغانستان د امریکا بندیزونه عام ولس ته د سزا ورکولو معنی لري

ګهیځ: نن چهار شنبه (د مرغومي ۱مه) ملګرو ملتونو ته د اسلامي امارت لخوا معرفي شوی دایمي استازي سهیل شاهین وايي، پر افغانستان د بندیزونو دوام د بشري حقونو ملاتړ نه، بلکې عامو خلکو ته د سزا ورکولو معنی لري.
ورته مهال نوموړي د بشري حقونو له مدافعینو غوښتنه کړې چې دې مسلې ته پام وکړي.
سهیل شاهین په داسې وخت کې دا څرګندونې کوي چې پرون په کابل کې لسګونه کسانو د امریکا لخوا د افغانستان د میلیاردونه ډالر کنګل شوې پانګې د ازادېدو په تړاو لاریون وکړ.
لاریونوال چې د امریکا سفارت تر څنګ راټول شوي وو، پر امریکا یې غږ وکړ چې د دوی کنګل کړې پانګه ازاده کړي.
هغوی ټینګار کاوه چې امریکا یو ښکېلاکګر هېواد دی او غواړي چې افغانستان بېوزله او محتاج وساتي.
واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره امریکا پر افغانستان ګڼ شمېر بندیزونه وضع کړل او په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان میلیاردونه ډالر پانګه یې کنګل کړه.
خو اوس په خپله امریکا کې هم د افغانستان د کنګل شوې پانګې د ازدېدو غوښتونکي دېر شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس