معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / سمګاني: د جمهوریت په لوګو د پاسپورټونو د وېش لړۍ نه بندېږي

سمګاني: د جمهوریت په لوګو د پاسپورټونو د وېش لړۍ نه بندېږي

ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۸مه) د افغانستان د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمګاني، د جمهوریت په نښان د پاسپورټونو د وېش لړۍ بندېدو په تړاو خپاره شوي راپورونه رد کړل.

له دې وړاندې شمشاد ټلویزیون پر خپله ټویټرپاڼه د پاسپورټ د مرستیال ریسس په حواله لیکلي وو، چې سر له سبا به د اسلامي امارت پر لوګو د جوړو شو پاسپورټونو لړۍ له کابله پیلېږي.

خبر کې راغلي وو، چې نن د جمهوریت پاسپورټونو د وېش اخري ورځ ده.

خو سمګاني دغه خبرونه په کلکه رد کړي دي هغه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «هغه راپورونه چې، ګوندې د تېر نظام (د جمهوریت پر لوګو) د جوړو شوو پاسپورټونو د وېش لړۍ درېږي، بې بنسټه دي».

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان نوی حکومت تر اوسه هیڅ کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی. باورونه دا دي، چې د جمهوریت پر ځای د اسلامي امارت په لوګو چاپ شوي پاسپورټونه په نړۍ کې د باور وړ نه دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس