معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سعودي: امریکا دې پر نورو خپل ارزښتونه نه مني؛ له افغانستانه دې درس واخلي

سعودي: امریکا دې پر نورو خپل ارزښتونه نه مني؛ له افغانستانه دې درس واخلي

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د چڼګاښ/سرطان ۲۷مه او د جولای میاشتې ۱۸مه نېټه ده) امریکایي رسنۍ وایي چې د سعودي عربستان چارواکو له بايډن څخه د نورو هېوادونو ارزښتونو ته د درناوي غوښتنه کړې ده.
راپورونه وایي د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان له جوبایډن سره په لیدنه کې ویلي، چې امریکا دې پر هر هېواد د خپلو ارزښتونو د منلو پرېکړه نه کوي.
د ده په وینا هر هېواد ځان ته ځانګړي ارزښتونه لري او ددې اړتیا ده چې امریکا درناوی ورته وکړي.
بن سلمان زیاته کړې چې امریکا دې د عراق او افغانستان له جګړو درس واخلي چې هلته یې له لګښتونو او پراخو جګړه سره سره و نه شوی کړی خپل ارزښتونه پر دغه هېوادونو ومني.
هغه ټینګار کړی چې سعودي عربستان هم ځانګړي ارزښتونه لري چې د هېواد د پياوړتیا لپاره یې مهم دي او امریکا که له دوی سره ملګرتیا غواړي دا ارزښتونه دې ومني.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس