معماری
خانه / ادب و هنر / زموږ د پنځګر او کره کتونکي اړیکې ولې خرابې دي؟

زموږ د پنځګر او کره کتونکي اړیکې ولې خرابې دي؟

زموږ د پنځګر او کره کتونکي اړیکې ولې خرابې دي؟

ګل رحمن رحماني، د بغلان پوهنتون استاذ

     د مولوي احمد په ګنج پښتو کې یو حکایت داسې دی: بوډۍ ښځه د بام په سر په څه کار بوخته وه، په همدې وخت کې یو وزر ماتی شاهین راغی او د بام بوټۍ پر څنډه کېناست، ستړی ؤ، د الوت توان یې نه درلود. په همدې وخت کې بوډۍ غلې ورځي، د پاسنۍ راتاو مښوکې او اوږدو نوکانو په لیدو یې حیرانېږي، له ځان سره وايي: ځار ځار، ته دې مښوکې او نوکانو ته وګوره څومره لوی شوي، له دې سره به څنګه خواړه خورې او څنګه به تګ کوې! همغه شېبه یو څه راوړي او د شاهین نوکان او د پاسنۍ مښوکې تېره څوکه ورباندې پرې کوي. بوډۍ خپل دې کار ته د خیر ښېګڼې او مرستې په سترګه ګوري، فکر کوي چې له شاهین سره یې مرسته کړې، خو له دې ناخبره وي چې اصلا همدا دوه شیان (تېره مښوکه او تېرې پنجې) د هغې د ښکار یا روزي پیدا کولو وسیلې دي او هغه د مات وزر درملنې ته اړتیا لري.

   زه چې کله د ادبي کره کتنې سره د نا مسلکي کره کتونکو چلند ته ګورم، تل مې همدا مثال سترګو ته درېږي. ادبي کره کتنه د ادبي او هنري اثارو د ارزونې وسیله ده او کره کتونکی دا مسؤولیت لري چې د خپلې پوهې او مسلک په رڼا کې د اثارو ښې او بدې یا کره او ناکره خواوې لوستونکي ته څرګندې کړې، ځکه چې د اثر د پنځونکي او مخاطب پوهه تل یو ډول نه وي، لیدلوري او زاویې یې هم یو له بل سره توپير لري، ددې توپیرونو پیدا کول او سپړل د کره کتونکي د کار یو مهم اړخ جوړوي.

    په نورو ټولنو کې کره کتونکی خپل مقام لري، نظریاتو او پوهې ته یې یوازې درناوی نه کېږي، بلکې په راتلونکو اثارو کې عملي بڼه هم ورکوي او د اثر مثبتې خواوې ورباندې پیاوړې کېږي، ددې تر څنګ تر ټولو وړاندې د اثر پنځونکی د هغه منندوی وي چې اثر ته یې د ارزونې او کتنې لپاره وخت ورکړ او لوستونکو ته یې د اثر ارزښت او لارښود ور په ګوته کړ. ښايي همدا لامل هم وي چې عام لوستونکي کره کتنې ته د حکم تر کچې درناوی لري، د پنځګرو له ډلې هم تر ټولو بختور هغه وي چې اثار یې د کره کتونکو د پاملرنې او نقد وړ وګرځي.

   د کره کتونکي مثبت او علمي نظر ډېر ځله د کتاب ارزښت هم څو چنده زیات کړی، ښايي همدا لامل به وي چې پنځګر پر کره کتونکي باور لري، خو دا موضوع ولې زموږ په ټولنه کې تر ډېره برعکس ده؟ ولې پنځګر او کره کتونکی یو بل ته په کمین کې ناست دي او یو پر بل باور نه لري؟

  زموږ په ادبي چاپېریال کې به ددې ستونزې لاملونه ډېر وي چې زه یې دلته څو مهمو ته لنډه اشاره کوم:

  1. کره کتونکی داسې یو شخص دی چې باید پوهه یې له پنځګر څخه اوچته او د ادبیاتو په اړه د پوره پوهې او علمي صلاحیت خاوند وي، خو له بده مرغه چې زموږ یو شمېر کره کتونکي د کره کتنې لپاره کافي او مسلکي پوهه نه لري، ثابت نظر ورسره نه وي او یوازې د تیوري او انتقاد په تولید کې تکړه دي.
  2. کره کتونکی د ادبي اثر محتوا ته په بشپړ ډول نه ورننوځي، اثر د نورو له سترګو ګوري او بیا ورسره له اثر نه خپله ابتدايي یا سرسري اخیستنه یو ځای کوي، په داسې حال کې چې د کره کتونکي ستر مسؤولیت دا دی چې اثر په بشپړ ډول پاڼه پر پاڼه وګوري او د پټو سترګو ارزونه ونه کړي.
  3. زموږ اکثره کتابونه له چاپ وړاندې کره کتنې ته نه وړاندې کېږي، هغه مقدمې یا تقریظونه چې لیکوال یې ورباندې راوړي، هم تر ډېره فرمایشي او د لیکوال له ستاینو ډک دي. کله چې کتاب له چاپ وروسته نقد شي، نو طبیعي ده چې نه اثر ته ګټه لري او نه یې د پنځګر سره د منلو حوصله او زغم وي.
  4. کره کتونکی تر ډېره پورې د علمي معیارونو په اساس پرېکړه نه کوي، له تبعیض او تعصب نه کار اخلي، د لیکوال له فکر، شخصیت او نورو ځانګړنو سره اثر ته تړاو ورکوي او بې پرې ارزونه ترې پاتې وي، همدا لامل دی چې کره کتونکی اعتبار او معیار بایلي، د یوه بې پرې او عالم حیثیت نه شي خپلولی.
  5. زموږ په ادبي بهیرونو کې لا هم د نقد او انتقاد تر منځ توپير نه دی شوی، کله چې نقد وایو نو مانا یې په ټوله مانا د اصولو او معیارونو له مخې د اثر ارزونه ده چې خامیو ته د پخېدو بدیلونه هم وړاندې کېږي، یوه ذوقي موضوع نه ده، هر څوک یې نه شي کولای، خو انتقاد د عوامو ځانګړنه ده، هر څوک کولای شي انتقاد وکړي، په انتقاد کې د سمون بدیل نه وړاندې کېږي. لنډه دا چې انتقاد هر څوک کولای شي، خو نقد هر څوک نه شي کولای.
  6. د ادبي ژانرونو یا په ټوله کې د ادبیاتو په بېلابېلو برخو کې تخصص ته هم سخته اړتیا ده، خو له بده مرغه چې زموږ کره کتونکي په نږدې ټولو نظمي او نثري ژانرونو، د کره کتنې په بېلابېلو مکتبونو او اصولو کې ځان ته استاذ وايي او خپل نظر ورته د کاڼي کرښه ښکاري.
  7. زموږ د کره کتنې اوسنی بهیر تر ډېره منفي پال او عیب لټوونکی دی، یو اثر که چېرته اتیا سلنه ښېګڼې ولري او شل یې بدۍ وي، نو له ښېګڼو یې تېر دی او پر منفي خواوو یې ژور بحثونه کوي، د مثبتو خواوو یا ښېګڼو تشرېح او په کې د پنځګر مهارت یې هېر وي، نو طبیعي ده چې د لیکوال زړه ماتېږي.
  8. لکه څنګه چې موږ په ټولنیز لحاظ سره وېشلي یوو، په ډلو او مفکورو پسې ځو، کره کتونکي مو هم ډېر ځله، د ادبي اثر پر ځای د کره کتونکي د فکر، شخصیت، دریځ او حتی په بېلابېلو ادبي بهیرونو او ټولنو کې د غړیتوب، د کره کتونکي له مخالفو ادیبانو سره ناسته پاسته یا اړیکې او یا ورته نورې عقدې پالي، د علمي پر ځای انتقامي کره کتنه کوي.
  9. دا هم باید هېره نه کړو چې ستونزه یوازې په کره کتونکي کې نه ده، پنځګر هم په دې برخه کې ځينې ملامتۍ لري چې یوه تر ټولو معمولي یې د خپلو خامیو او ماتو نه منل یا خپل اثر ته د بشپړ او نهايي اثر په سترګه کتل دي. په داسې حال کې چې کامل او شامل یوازې قرآنکریم دی.
  10. پنځګر زغم او حوصله نه لري، لا هم په بشپړ ډول دې ته تیار نه وي چې د خپل اثر عیبونه ورته په ګوته شي، ځکه خو ځينې ادیبان کله کله وايي چې اثار یې د اولادونو په څېر دي، د بدرنګ او ښایسته یا ښه او بد د بېلتون کرښه په کې نه شي را کاږلی.
  11. ددې کړکېچ بل لامل دا دی چې پنځګر په خپل اثر ډېر باوري نه وي، ځينې شته تشې یې نه وي ډکې کړې او دا وېره ورسره وي چې که د کره کتونکي پام ور واوړي، نو دده د رسوايۍ امکان زیات دی، ښايي د ځواب لپاره څه ونه لري.
  12. یو مهال داسې هم وي چې ځینې ادبپوهان یوه پنځګر ته په ډېرو ستاینو او مثبتونو نظرونو کاذب شخصیت ورکړي، خو کله چې له یوه مسلکي او رښتیني کره کتونکي سره مخامخ شي، نو بیا خپلې پخوانۍ ستاینې د تأییدې وسیلې په توګه وړاندې کوي، کره کتونکی غندي او په بېلابېلو ملحوظاتو یې تورنوي.

    له نېکه مرغه چې په اوس وخت کې د خواله شبکو او ادبي بهیرونو په ځانګړي ډول افغان ادبي بهیر شتون د کره کتونکي او پنځګر تر منځ د پخلاینې او متقابل درناوي موضوع ته تر ډېره زمینه مساعده کړې ده او تر یوه حده دواړه ځانونه د یو بل بشپړونکي بولي، خو لا ډېر کار ته اړتیا شته چې دغه فضا صمیمي او علمي شي.

    ددې لانجې ګڼ مثالونه زموږ د ګاونډیو او د نړۍ د نورو سترو هېوادونو په ادبیاتو کې هم شته دي. زموږ په کلاسیکه دوره کې هم د پنځګرو او کره کتونکو تر منځ ځینې ګیلې او ګوزارونه شته دي. د همېشه بهار تذکرې ليکوال کاږي چې يوه ورځ شاه عباس صفوي له خپل خلوت نشين ميرزا قاسم نه د ميرزا صايب د شاعرۍ د جامعيت په اړه پوښتنه وکړه. قاسم ورته وويل چې صايب د دوو بيتونو څښتن دى او هغه دوه بيتونه دادي:

تيغ از گلوى سوختگان تند نه گذرد

اب از زمين تفته به لنگر گذر

بوى گل و باد سحرى چشم به راه اند

گر ميروى از خود به ز اين قافلۀ نيست

   وايي ميرزا خبر شو، له قاسم يې ګيله وکړه. قاسم ځواب ورکړ: پېژندې مې چې د دوو بيتونو خبره مې وکړه، که نه نو يوازې لومړى بيت دې خپل دى او ستا ټول مضامين له نورو اخيستل شوي دي.

   د  مسلکي کره کتونکي لومړۍ دنده او مسؤولیت دا دی چې د ادبي اثارو ارزونه وکړي، ښه او بد یا د ادبي ښېګڼې او بد ګڼې سره جلا کړي. په ټوله کې دی د لوستونکي پر وړاندې لاندې مسؤولیتونه لري:

  1. ادبي کره کتنه باید د ادبي اثارو د بدیعي ښکلاوو او ښېګڼو د درک امکانات برابر کړي او په پایله کې یې لوستونکی وکولای شي چې د ادبي اثارو له مطالعې څخه خوند واخلي.
  2. ادبي کره کتونکی مسؤولیت لري چې د ادبي اثارو رښتینی ارزښت په ګوته کړي او وښيي چې د کومو اصولو او قواعدو د رعایت په سبب یو اثر محبوبیت پیدا کوي او کوم لاملونه دي چې اثر د لوستونکو له پامه غورځوي او په ادبي نړۍ کې نه پايي.
  3. ادبي کره کتنه ددې لامل ګرځي چې جعلي او دروغجن ادیبان ونه شي کولای چې لوستونکو ته د اثارو د وړاندې کولو بې ځایه جرئت وکړي.
  4. د کره کتونکي نظر هغه مهال د ډېر درنښت وړ وي چې بې غرضه او پرته له دې چې د لیکوال خپګان یا خوښي په نظر کې ونیسي، وړاندې یې کړي.
  5. د ادبي کره کتونکي نظر باید پر استدلال ولاړ وي او خپله هم د یوه علمي او هنري اثر مقام خپل کړي چې نورو ته د لارښود حیثیت ولري.
  6. د کره کتونکي نظر باید وچ کلک نقد هم نه وي، په منځ منځ کې باید مطلوب پنځګر او نورو ته مشورې او معلوماتي پیغامونه هم وړاندې کړي او تر ډېره پورې ښوونیز اړخ ولري.
  7. کره کتونکی باید له ملا ماتوونکې کره کتنې چې وار له واره په کلي حکمونو ولاړه وي او پنځګر ددې وړ نه بولي چې په ادبي نړۍ کې پاتې شي؛ ډډه وکړي، پنځګر باید وروزي او د شړلو یا زړه تورولو پر ځای یې په یوه مثبت او ګټور غړي بدل کړي.

      ددې لانجې بل اړخ له عیني کره کتنې یا objective criticism سره هم تړلی دی، ځکه چې زموږ د کره کتنې په چاپېریال کې دا ډول کره کتنه نه ده عامه شوې. په عیني کره کتنه کې یو ادبي اثر له لیکوال، لوستونکي او واقعي نړۍ څخه جلا ارزول کېږي، یعنې ادبي اثر ته د یوې پر ځان بسیا او خپلواکې ښکارندې په سترګه ګوري، په خپل دروني او ذاتي محک تلل کېږي او د سنتي یا دودیزې کره کتنې خلاف د لیکوال له افکارو او ټولنیز وضعیت سره کار نه لري.

پای

بوى گل و باد سحرى چشم به راه اند

گر ميروى از خود به از اين قافلۀ نيست

ژباړه:

د ګل وږم او نسيم سترګې په لار دي

که له ځانه ځې ترې ښه قافله نه شته

صايب

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس