معماری
خانه / ګهیځ نیوز / زابل کې د زنا په تور یو سړی او دوه ښځې په درو وهل شوي

زابل کې د زنا په تور یو سړی او دوه ښځې په درو وهل شوي

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د زمري/اسد ۱۶مه او د اګسټ ۷مه نېټه ده) په زابل ولايت کې د ا.ا استېناف محکمې دوې ښځې او يو نارينه د زنا په تور د خلکو په وړاندې په درو وهلي.
د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي چې د زنا په تور نيول شوى سړى نن يکشنبه د دغه ولايت د استېناف محکمې لخوا په شېخ متي سټېډيوم کې د خلکو په وړاندې ٣٩ دورې ووهل شو او په شپږ کاله بند محکوم شو٠
د ياد رياست په وينا له دغه سړي سره د زنا په تور نيول شوې ښځه هم ٣٩ دورې وهل شوې او په دوه کاله بند محکومه شوې ده٠
د سرچينې په وينا دوهمه ښځه چې د یوه نارینه او یوې ښځې تر منځ د رابطي په تور نیول شوې وه ۲۰ درې ووهل شوه په ۶ کاله بند محکومه شوه.
د زابل د استېناف محکمې د دې ترڅنګ د غلا په تور يو تن نيول شوى کس ١٥ دورې وهلى او يوه مياشت بند محکوم کړى دى٠
‏په بيان کې ويل شوي چې دوهم کس یوازې ۲۰ درې وهل شوى دى٠

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس