معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / رېل پټلۍ؛ د رغنیزو چارو د پیل په موخه یې درې اړخیزه ناسته کېږي

رېل پټلۍ؛ د رغنیزو چارو د پیل په موخه یې درې اړخیزه ناسته کېږي

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وري ۲۲مه او د اپرېل ۱۱مه نېټه ده) د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د اورګاډي پټلۍ د رغنيزو چارو د پيل په موخه سبا (سې شنبه د وري په ۲۳مه) د ازبکستان په ترمز ښار کې درې اړخيزه غونډه جوړيږي.
ټاکل شوې چې په دې غونډه کې به د اورګاډي پټلۍ د رغونې په چارو کې د هر هيواد مسووليتونه په ډاګه شي.
د افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ ادارې رييس ويلي، د مزار – کابل – پېښور د اوسپنې پټلۍ د رغنيزو چارو د پيل لپاره ټول چمتووالی بشپړ شوی او د کورنيو چارو وزارت يې د امنيت د ټينګولو لپاره مکتوبي ژمنه کړې ده.
دی وايي، تمه ده چې ازبکستان به د يادې پټلۍ رغنيز کارونه د هغه هيواد له نائب اباد څخه تر مزار او سمنګانو پورې را وغځوي او پاکستان به هم خپلې برخې کار ته له پېښوره تر جلال آباد پورې ادامه ورکړي.
د اوسپنې پټلې ادارې د پلان پر بنسټ، د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ به له مزار، سمنګان، پلخمري، کابل، لوګر او ننګرهار ولايتونو له لارې تر پېښوره پورې رسيږي.
د کورنيو چارو وزارت وايي د دې پروژې د امنيت د ټينګولو مسووليت د عامه ساتنې تصدۍ ته سپارل شوی او ۴۰۰۰ ساتونکي ورته ګومارل شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس