معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / رييس الوزراء: د رسمیت پېژندنې ټول شرطونه مو پوره کړي دي

رييس الوزراء: د رسمیت پېژندنې ټول شرطونه مو پوره کړي دي

رييس الوزراء: د رسمیت پېژندنې ټول شرطونه مو پوره کړي دي
ګهیځ: رییس الوزراء مولوي محمد حسن اخوند وايي، اسلامي امارت ټول هغه شرطونه بشپړ کړي، چې د یو نظام د مشروعیت له پاره بس او اړین دي.
نوموړي دا خبرې «د افغانستان اقتصاد» په نوم جوړ شوي کنفرانس ته کړي.
هغه ویلي، هېوادونه باید جرئت وکړي چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني او له افغانانو سره مرستې وکړي.
مولوي حسن امریکا ته په خطاب کې ویلي، هغوی چې ا.ا د بشري حقونو په نقض تورنوي، د بندیزونو په لګولو سره یې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
هغه دغه راز ویلي، که د بشري ټولنې غم ورسره وي، پکار ده چې راشي او د خبرو له لارې له کړکېچه پر وتلو غور وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس