معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / روسیې په رسمي ډول د اسلامي امارت له خوا ورلېږلی ډیپلوماټ و مانه

روسیې په رسمي ډول د اسلامي امارت له خوا ورلېږلی ډیپلوماټ و مانه

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د وري ۱۱مه او د مارچ ۳۱مه نېټه ده) روسيې د ا.ا.ا له خوا په مسکو کې ګومارل شوي يوه ډيپلوماټ ته اعتبارليک ورکړی دی.
روسي رسنیو د بهرنيو چارو د وزير سرګي لاوروف له قوله ويلي، چې ياد ډيپلوماټ تېره فبروري مياشت په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې کار پيل کړی و.
دا په روسيه کې د ا.ا له لوري ګومارل شوي ډيپلوماټ ته لومړنی اعتبارليک دی او په دې توګه ګومارل شوي ډيپلوماټ په مسکو کې د ا.ا د رسمي استازي اعتبار خپل کړی دی.
لاوروف چې د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ته وينا کوله، دغه راز ويلي چې د افغانستان په ګاونډيو هيوادونو کې د امريکايي او ناټو د غړو هيوادونو د پوځيانو حضور نه مني او دغه راز له دې هم اندېښنه لري چې داعش وسله وال به د منځنۍ اسيا هيوادونه بې ثباته کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس