معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / روسیه له افغانستان سره د پراخو اقتصادي او سیاسي اړیکو غوښتونکې ده

روسیه له افغانستان سره د پراخو اقتصادي او سیاسي اړیکو غوښتونکې ده

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ/سرطان ۳۰مه او د جولای میاشتې ۲۱مه نېټه ده) روسیه وایي له افغانستان سره پراخې اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړي.
په کابل کې د روسیې مرستیال سفیر ویلي، چې دوی په دې نازکو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي او خپلو بشرپاله مرستو ته ادامه ورکوي.
آنتون لاوروف دغه راز وايي چې دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات غوښتونکي دي او غواړي له افغانستان سره ښې او پراخې اړیکې ولري.
هغه زیاته کړې چې په اقتصادي او سیاسي برخه کې به د اړیکو د پراختیا لپاره کار کوي.
روسیې تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د پراخو اړیکو د جوړولو غوښتنه کړې ده او تل یې ویلي چې دلته د دایمي ثبات په راتګ کې خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس