معماری
خانه / ګهیځ نیوز / روانه اونۍ په کابل کې د عالمانو لویه غونډه رابلل کېږي

روانه اونۍ په کابل کې د عالمانو لویه غونډه رابلل کېږي

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غبرګولي ۵مه او د جون میاشتې ۲۶مه نېټه ده) دا غونډه د ا.ا امارت لخوا د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې جوړېږي.
که څه هم حکومتي سرچینو تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د کابل پولي تخنیک پوهنتون په یوه خبرتیا کې ویلي چې د لویې ‌جرګې غونډې لپاره به دغه پوهنتون د چنګاښ میاشتې له پنځمې بیا تر ۱۲مې نېټې پورې رخصت وي.
په خبرتیا کې راغلي چې له دوشنبې څخه به ټول درسونه په عادي توګه پیلېږي.
ورته مهال د ملا محمد حسن اخند په لاسلیک په ټولنیزو رسنیو کې یو مکتوب لاس په لاس کېږي چې پکې راغلي، په کندهار کې د ا.ا امارت مشرتابه شیخ هبت الله اخوندزاده په مشرۍ د وزیرانو غونډه کې پرېکړه شوې چې د هېواد په کچه به د عالمانو ستره غونډه جوړېږي.
د معلوماتو له مخې، د غونډې د جوړولو چارې د ملا برادر په مشرۍ کمېسیون ته سپارل شوې دي. دغې جرګې ته دوه تنه دیني عالمان او یو بل تن مخور بلل کېږي.
سربېره پر دې چې، د غونډې په تړاو د ا.ا چارواکو څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې د یادې غونډې مهمه اجنډا پر کورني مشروعیت سلا مشورې او په ټوله کې له اوسنیو ستونزو د هېواد را ایستل کېدل بلل شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس