معماری
خانه / ژورنالیزم / رسنیزه مرکه او د هغې د ښه تر سره کولو غوره لارې چارې!

رسنیزه مرکه او د هغې د ښه تر سره کولو غوره لارې چارې!

رسنیزه مرکه او د هغې د ښه تر سره کولو غوره لارې چارې!

ژباړه: فوزیه حسن خېله

مرکه یا مصاحبه په فارسي ژبه کې خبرې کولو او له یو چا سره خبرې اترې کولو ته وایي او لکه چې پوهېږو د ژورنالېزم په قاموس کې مرکه هغه ژورنالیستیکي ژانر یا د معلوماتو او خبرونو د خپرولو او ترلاسه کولو وسیله ده، چې بېلابېل ډولونه لري او هر ډول یې د کارونې ځانګړی ځای لري.

د ژورنالېزم او معلوماتو د ډګر پوهان په دې باور دي چې مرکه په رسنیز کار کې یو له هغه غوره هنرونو او فنونو څخه ده چې که په تخصصي او مسلکي توګه ترسره شي، د مخاطبینو او رسنۍ تر منځ پیاوړې اړیکې ټینګولی شي.

مرکه د ژورنالېزم او خبر رسونې په برخه کې یو اړین عنصر ګڼل کېږي. د یوه عربي ورځپاڼه لیکونکي او لیکوال «غدیر شمس الدین» په وینا: مرکه د هر خبر او راپور بنسټیزه کلي ده چې د هرې خبري رسنۍ د کار اساس او بنسټ جوړوي. په همدې دلیل ددغه عربي ورځپاڼه لیکونکي په وینا هر خبریال باید د خپرونې په پیل کې د لیدونکو، اورېدونکو او لوستونکو د پام راګرځولو لپاره خپل نوي افکار او کومې پوښتنې چې له میلمه څخه یې په پام کې لري، مطرح کړي تر څو وکولی شي د خپلو مخاطبینو پام راواړوي.

د رسنیزو او ارتباطي مسایلو پوهانو یوه بله ‌ډله بیا په دې باور ده چې مرکه کولی شي مونږ ته په زړه پورو خلکو سره د مخامخ کېدو تجربه راپه برخه کړي. همدارنګه دې ته لاره برابره کړي چې په ډېر کم وخت کې د نورو له ژوند نه ځان خبر کړو او له دې لارې د دغه کس د ژوند په اړه دومره معلومات ترلاسه کړو چې په کلونو پېژندګلوۍ سره یې نشو ترلاسه کولای.

په همدې ډول یوه بله د عربي ژبې خبریاله «لیلی العاجب» په دې باور ده چې مرکه د خبر رسونې له فنونو څخه یو فن یا وسیله ده چې د نن ورځې خبریالي ورته ډېره اړتیا لري. په لنډه کې ویلای شو چې د خبریال او یو یا څو شخصیتونو تر منځ خبرو ته مرکه ویل کېږي.

د اړیکو او ژورنالېزم یوه ډله نورو پوهانو د مرکې تعریف له خبر سره تړلی دی چې زما په نظر هم د مرکې لپاره یو کره او روښانه تعریف ګڼل کېږي.

دغه ډله وایي: «کله چې د دوو خواوو تر منځ د یو داسې واقعیت ته د رسېدو لپاره اړیکه جوړه شي چې د یو یا څو خبرونو ارزش ولري، د دې اړیکې راپور او لاسته راوړنې ته مرکه ویل کېږي. سره له دې چې دا راپور د اړیکې په دواړه لوریو کې د شته اشخاصو له ځانګړنو څخه اغېزمن کېږي او همدارنګه امکان لري چې له داخلي او بهرنيو لاملونو څخه هم اغېزمن شي.»

په هر صورت، په لنډه توګه ویلی شو چې مرکه له رسنیزو ژانرونو څخه یو مهم ژانر دی. د نظرونو او افکارو د لېږد او عامو وګړو ته د ټولنې د مهمو شخصیتونو ورپېژندلو یوه مهمه او اغېزناکه لاره ګڼل کېږي، چې ترتیب او تنظیم یې بېلابېل ډولونه لري. همدارنګه رسنیز کار پوهان او د ژورنالېزم د ډګر متخصصین د مرکې ترسره کولو بېلابېلې لارې چارې په ګوته کوي چې د هر چا د هغه شخصي تجربو پر بنسټ ولاړې دي چې د مرکې له اصلي تعریف او ماهیت سره په ټکر کې نه وي.

د مرکې ډولونه:

په طبیعي بڼه رسنیزه مرکه یا خبرې اترې د نورو خبري او رسنیزو ژانرونو په څېر بېلابېل ډولونه لري او هر یو یې د کارونې ځانګړی ځای لري خو د مرکې د ډولونو په تقسیم یا وېش کې بیا هم د رسنیزو مسایلو پوهان او د ژورنالیزم وتلي استاذان په یو نظر نه دي، هر یو ځانته ډلبندۍ لري چې دغو ډلبندیو لپاره یې خپل دلیلونه هم وړاندې کړي دي. اما په په ټوله کې په دوه ډوله مرکو، له ټولو نه ډېر توافق شوی دی، ځکه دا دوه ډوله ډېرې عامې دي. په داسې حال کې چې نن سبا زموږ په رسنیو کې هم (په بهرنیو رسنیو پسې د تلو له برکته) د مرکې بېلابېل نوي ډولونه دود شوي دي.

د رسنیزو مرکو دوه پېژندل شوي او نامتو ډولونه چې د پوهانو او متخصصینو له خوا تعریف شوي دي، عبارت دي له لنډې خبري مرکې (چې نقل قول، کلیپ یا کود هم ورته ویل کېږي) او اوږدې (تفصیلي) مرکې څخه. دویمې مرکې ته شخصي یا اختصاصي مرکه هم وایي. خو د عربي ژبې ژورنالستې «لیلی العاجب» پر دې دوو ډولونو سربېره درېیم ډول مرکه هم راپېژندلې چې پروفایل یا د شخصیت پېژندنې په نامه بلل کېږي. دا ډول مرکه اوس اوس زمونږ د هېواد په رسنیو کې هم لږ و ډېر دود شوې او د هېواد ځېنې انځوریزې رسنۍ له دې ډول مرکو څخه کار اخلي.

په همدې توګه په هغه وخت کې چې ددې کرښو لیکوال ژورنالیزم لوستو، ځېنې استاذانو او د رسنیز ډګر پوهانو «خبري ناسته» یا «خبري کنفرانس» هم د رسنیزو مرکو په ډولونو کې ګډ ګڼلو.

همدارنګه یو بل لنډ ډول مرکه «نقل قول»، «خبري کلیپ» یا په یوه خبري ګزارش کې د مهمو اشخاصو کود کول هم ګڼل کېدل، خو د (شیوه های مصاحبه در مطبوعات) په نامه په یوه کتاب کې چې د دریو لیکوالو له خوا او په ترڅ کې یې پېژندل شوی څېړونکی «یونس شکر خواه» هم دی، که څه هم دا کار اغېزناک ګڼي، خو لیکي چې دا کار مرکه نه ګڼل کېږي.

د یوې کامیابې مرکې لپاره باید څه وکړو؟

په دې اړه ډېر مسایل ویل شوي دي چې یو خبریال څه ډول وکولای شي تر څو یوه ښه او کامیابه مرکه ترسره، رسنۍ ته یې وړاندې او د سرعت مډال پرې لاس ته راوړي، خو دلته به له هغې ډلې په یو څو هغو ټکو تمرکز وکړو چې تر ډېره یې په اړه اتفاق موجود دی.

عربي لیکوال او ژورنالېست «ضحی اسماعیل»، د «څه ډول کولای شو یوه رسنیزه مرکه ترسره کړو؟» یا “کیف اجري مقابلة صحفیة؟” تر سر لیک لاندي لیکي چې: د رسنیزې مرکې لپاره تر ټولو اړین ټکی څېړنه او پلټنه ده او دا یو داسې نظر دی چې د ژورنالېزم ډېری استاذان ورباندې ټینګار کوي. هر خبریال چې کله د یوې مرکې د ترسره کولو بار پر اوږو اخلي، اړ دی چې یو ځل د مرکې د موضوع او مرکه کېدونکي شخص په اړه لږه څېړنه وکړي. اوس زموږ په عصر کې د کمپیوټر او انټرنټ په وسیله دا څېړنه ډېره آسانه شوې ده. په رسنیزو چارو خبر کسان په دې نظر دي،سر بېره پر دې چې د مرکې د موضوع او مرکه کېدونکي شخص په اړه له څېړنې سره مرکه پیاوړې او اصولي کېږي که هر څومره د مرکه کوونکي او مرکه کېدونکي دنده او تخصص سره نږدې وي، په هماغه اندازه مرکه پیاوړې او اصولي راځي او یوه بډایه منځپانګه به ولري. د یوې ښې او غوره مرکې تر سره کولو لپاره اړینه ده چې باید خبریال پرته له دې چې د مرکې د موضوع په اړه معلومات او اړین تخصص ولري، باید د مرکې په تکنیکونو هم پوره واکمن وي.

د «شیوه های مصاحبه در مطبوعات» کتاب لیکوالان په مرکه کې د څېړنې او د هغې د رول په اړه لیکي چې ښه څېړنه د هوښیارو او ګټورو پوښتنو د رامنځته کېدو لامل کېږي او تاسو د یو مرکه کوونکي په حیث دنده لرئ چې د مرکې له موضوع سره مینه وښایئ که څه هم تاسو د کثافاتو د را ټولولو د یوه شرکت له مدیر سره مرکه ولرئ.

وروسته تر دې چې د مرکه کېدونکي شخصیت او د مرکې د موضوع په اړه مو څېړنه وکړه، په دویم ګام کې لازمه ده چې مرکه کوونکی یا خبریال په ډېره حوصله او بشپړ چمتووالي سره مرکې ته لاړ شي. د مرکې پوښتنې باید له لومړي سر نه چمتو او لیکل شوې وي. د غږ ثبتولو، انځور اخیستلو او نور اړین وسایل باید چمتو او فعاله وي.

د پوښتنو د مطرح کولو پر وخت خبریال باید ډېر آرام او له هرې بلې اندېښنې څخه لېرې وي. که کومه اندېښنه لري نو مخکې له دې چې د پوښتنو او ځواب مرحله پیل شي، باید ځان آرامه کړي او بیا د سوال او ځواب مرکه پیل کړي. همدارنګه یو خبریال باید د پوښتنو او ځواب پر وخت خپل او د مرکه کېدونکي شخص ځای داسې ترتیب(جوړ) کړي چې دواړه آرامه او راحته وي. له دې نه پرته نور وړوکي او غټ مسایل هم شته چې کېدای شي د هغوی یادونې ته دلته اړتیا نه وي او د ستړیا لامل شي.

د مرکې(پوښتنو او ځوابونو) د بهیر اداره کول:

د یوې کامیابې مرکې د تر سره کولو لپاره بل اړین ټکی دا دی چې وروسته له دې چې د پوښتنو او ځواب لپاره بشپړ چمتووالی ونیول شو، باید د مرکې جریان هم په سمه توګه اداره شي. خبریال یا مرکه کوونکی که د لومړیو پړاوونو نه لکه؛ د مرکې د وخت ټاکل، د مرکې د موضوع په اړه مطالعه او څېړنه، د پوښتنو ټاکل او د مرکې لپاره د اړینو وسایلو چمتو کولو څخه په بریالۍ توګه تېر شو، نو بیا باید آماده شي، چې د مرکې اصلي برخې ته ور ودانګي. د مرکې اصلي برخه د مرکې پیل او د مرکې د کنټرولولو پړاو دی، په دې پړاو کې باید د خبریال لاندې ټکو ته پام وي، چې د مرکې بهیر په سمه توګه مخ ته یوسي.

  1. مرکه که هر څومره لنډه وي، بیا هم څو پړاوونه لري، نو کله چې خبریال له یو پړاو نه بل ته ځي، باید وارخطا نه شي.
  2. کوم ځوابونه چې مرکه کیدونکی شخص ورکوي، خبریال باید هغه په فکر کې ونیسي، که اړتیا وه، نو د هماغو ځوابونو له یوې برخې نه نورې پوښتنې هم وکړي.
  3. خبربال به د پوښتنو پر وخت سره له دې چې مرکې او ځواب ورکوونکي ته پام کوي، باید خپلو څلورو خواو ته هم پام وکړي.
  4. بریالی خبریال هغه څوک دی چې د مرکې له پیل وروسته د هغې پای هم له ځان سره ترتیب کړی وي، داسې نه چې له پلان پرته او مخکې له ټاکلي وخت څخه مرکه پای ته ورسوي.
  5. خبریال باید د مرکې په پیل کې او کله چې د ملګرتیا، پېژندګلوۍ او پوهاوي فضا رامنځته شوه، په لومړي سر کې له جنجالي پوښتنو تېر شي، د دې برعکس باید په لومړي ګام کې له مرکه کېدونکي شخص څخه ډېرې عادي پوښتنې وکړي، چې د دوی تر منځ د ملګرتیا او اعتماد فضا نوره هم ټینګه شي. البته مونږ کولی شو چې داسې پوښتنې هم مطرح کړو چې د ستونزې او جنجال رامځته کېدو لامل کېږي، خو دا په هغه صورت کې چې مرکه دوام وکړي او لږه مخکې لاړه شي.
  6. که کله ځواب ورکوونکی یا مرکه کېدونکی شخص د خبریال پوښتنو ته قانع کېدونکی ځواب نه ورکوي او له اصلي موضوع څخه لېرې کېږي، نو خبریال دا حق لري چې د هغه پام اصلي موضوع ته واړوي او خپله پوښتنه دویم ځلي تکرار کړي، خو خبریالي چې کوم د درناوي او اخلاقو حدود لري، هغه باید تر پښو لاندې نه شي.

د یوه خبریال د شخصي تجربو نه څو ټکي:

له شک پرته، مرکه د خبري ژانرونو یو په زړه پورې او اغېزناکه ژانر دی او د مرکې له لارې کولای شو هغه اطلاعات تر لاسه کړو چې د نورو ژانرونو له لارې هغې ته لاسرسی شونی نه دی، دلیل یې هم شاید دا وي چې په مرکه کې بېلابېلې پوښتنې وي او که خبریال هوښیار وي، نو د همدې ورکړل شوو ځوابونو څخه ډېرو اړینو معلوماتو ته لاسرسی پیدا کولی شي، داسې معلوماتو ته چې کيدیشي بېخي تازه، نوي او د مرکې له مرکزي موضوع څخه لېري وي.

خو د دې لپاره چې خبریالان وکولای شي یوه کامیابه مرکه وکړي او د خپلو زحمتونو او کوښښونو پایله لاس ته راوړي، باید لاندې ټکو ته پام وکړي، دا داسې ټکي دي چې د خبریالۍ په درسي کتابونو کې ورته ډېره لږه اشاره شوې ده.

  • خبریال باید یوازې د غږ ثبتولو او انځور اخیستلو پر تخنیکي وسایلو ډېر اعتماد ونه کړي، پرته له دې چې تخنیکې وسایل چمتو کړي، باید له ځان سره شخصي یادداشتونه هم ونیسي، که په کتابچه کې وي او یا کوم بل کاغذ باندې وي، ځکه چې پر تخنیکي وسایلو له حده ډېره تکیه کولی شي د خبریال ټول زحمتونه او کوښښونه له منځه یوسي او له صفر سره یې ضرب کړي.
  • خبریال باید د پوښتنو په جوړلو کې د نوښت رامنځته کولو کوښښ وکړي. که چېرته د مرکې پوښتنې او ځوابونه د رسنۍ د ادارې له خوا خبریال ته ورکړل شوي وي(هغه که په هر دلیل وي)، مخکې له دې چې د مرکې عملي میدان ته ور کوز شي، باید ټولې پوښتنې په ډېر غور سره ولولي او په پوښتنو باندې پوره واک ترلاسه کړي. که داسې ونشي نو مرکه کېدونکی به په ډېرې آسانۍ سره د خبریال له پوښتنو بلې خوا ته ځي او د قانع کوونکو ځوابونو پرځای به خبریال ته یو څو تش شعارونه ورکړي.
  • د مرکې پر وخت کې خبریال باید پوښتنې د کاغذ له مخې ونه لولي. که دا پوښتنې یې خپله جوړې کړي وي او که د رسنۍ مشر جوړې کړې وي، ځکه په دې ډول د پوښتنو ویل ځواب ورکوونکی ستړی کوي او د دې ډول مرکې لاسته راوړنه به پرته له یو څو تکراري ځوابونو، بل څه نوي نه وي.
  • که خبرې روانې او ساده وي او سره له دې په کې ټولنیز آداب او نزاکتونه هم مراعات شوي وي، نو په ډېرې آسانۍ سره مرکه کېدونکی شخص، که هر مقام ولري، مرکې ته هیله مند کوي. خبریال که له مرکه کېدونکي سره کومه شخصي ستونزه یا دښمني هم ولري باید د مرکې پر وخت یې را برسېره نکړي، که داسې وشي نو یو ډول ستونزه رامنځته کوي، حتی دا چې مرکه کېدونکی له مرکې کولو څخه ډډه کوي.

اخذ ځایونه:

  • د « شیوه های مصاحبه در مطبوعات» کتاب، د ایران ورځپاڼې له خپرونو څخه، د لیکوالانو ټېم: سوزان دان، علی ایثار کسمایی او یونس شکر خواه
  • د ” روزنامه نگاری کاربردی” کتاب، د سید هارون نجفي زاده لیکنه، د بنگاه نشراتی میوند خپرونه.
  • د عربي لیکوالې لیلی العاجب لیکلې مقاله:« المقاله الصحیفة».
  • د عربي لیکوال غدیر شمس الدین مقاله«کیف نسأل؟»
  • د مرکې په اړه د افغانستان د خبریالانو د روزنیز لکچر نوټونه.
  • او د ژورنالیزم د زده کړې په اړه له انټرنټ څخه نورې ترلاسه شوې سر چینې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس