معماری
خانه / ګهیځ نیوز / راپور؛ په ایران کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند ډېر شوی دی

راپور؛ په ایران کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند ډېر شوی دی

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د وري ۱۴مه او د اپرېل ۳مه نېټه ده) د رسنیو د راپورونو له مخې په ایران کې د ځينو ښارونو چارواکو ایراني وګړو ته سپارښتنه کړې چې افغانانو ته د کار له ورکولو او دوی ته د ځای ځایګي له چمتو کو ډډه وکړي.
ایراني حکومت خبرداری ورکړی، چې که ایراني وګړو افغانانو ته کار یا کور ورکړی و، نو د حکومت له لوري به تعقیب او مجازات شي.
همدا راز له ایراني وګړو غوښتل شوي چې د افغان کډوالو ځایونه ور وښيي.
هغه افغانې کورنۍ چې، د کور غړي یې په ایران کې مسافر دي، له افغانانو سره د ایراني وګړو ورستی بد چلند تاییدوي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال هم ویلي چې دوی هره ورځ زرګونه افغان کډوال له ایران وباسي او تر څنګ یې پر پوله تدابیر ډېر کړي او د زرګونه افغان کډوالو د ورتګ مخنیوی هم کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس