معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / راتلونکې میاشت په ټول هېواد کې د کرونا په ګډون د شري او پولیو واکسین پیلېږي

راتلونکې میاشت په ټول هېواد کې د کرونا په ګډون د شري او پولیو واکسین پیلېږي

ګهیځ: نن دوشنبه (د کب ۹مه او د فبرورۍ ۲۷مه نېټه ده) د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې را روانه میاشت د هېواد په لر او بر کې د کرونا، شري او پولیو واکسین پيل کړي.
د دغه وزارت ویاند جاوید هژیر ویلي، چې په دې کمپاین کې به له ۵ کلنو کم عمره ماشومانو ته د پولیو او شري واکسین او ځوانانو ته او زړو ته د کرونا ضد واکسین ولګول شي.
د هغه په وينا، د هغو کسانو لپاره چې مخکې يې د کرونا واکسين دوه ډوزونه لګولي، په دغه کمپاين کې به ۳م ډوز یا بوسټر ورکړل شي.
روغتیايي چارواکو په دې وروستیو کې په افغانستان کې په ماشومانو کې د شري ناروغۍ او د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس