معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / راتلونکی کال به افغان محصولات ښه بازار ولري

راتلونکی کال به افغان محصولات ښه بازار ولري

ګهځ: نن پنجشنبه (د مرغومي ۹مه) د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رییس شیر باز کمین زاده وایي را روان کال به د هیواد د بڼوالو مڼې او انار د بازار د نه درلودو له امله نه ورستېږي.
نوموړي افغان محصولاتو په اړه یادې څرګندونې د جوس جوړوونکو شرکتونو او کونسنتره چمتو کوونکو شرکتونو ترمنځ د تړون د لاسلیکولو پر مهال وکړې.
د یادو شرکتونو تر منځ د لاسلیک شوي تړون پر بنسټ، نور به د جوس جوړولو ترکیبي اجزا” کونسنتره” له کورني شرکتونو پېرل کیږي.
کمین زاده وویل تېر کال د کورني بازار د نه درلودو له امله په تورخم او سپین بولدک دروازو کې د هیواد د بڼوالو سلګونه میټریک ټنه میوې د پولو بندیدو له امله ورستې شوې چې سلګونه میلیونه ډالر زیان یې واړاوه.
دمعدن خونې مشر وایي په۱۴۰۱ لمریز کال کې به د جوس تولیدونکو ۱۰۸ کارخانې د بڼوالو میوې په ښه بیه پر وخت واخلي چې د ضایع کیدو مخه به یې و نیول شي.
د یادونې وړ ده چې د تړون لاسلیک پر مهال د پامیر کولا،حبیب ګلزار،شفاء او امید بهار نامتو شرکتونو استازو شتون درلود.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس