معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د ۱۰ میاشتو په اوږدو کې له ۳ ولایتونو شاوخوا ۴میلیارده افغانۍ ټولې شوي

د ۱۰ میاشتو په اوږدو کې له ۳ ولایتونو شاوخوا ۴میلیارده افغانۍ ټولې شوي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۹مه او د جون میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د مالیې وزارت وايي، په تېرو لسو میاشتو کې یوازې د پکتیا، تخار او نیمروز ولایتونو له ګمرکونو نه له ۴ میلیاردو زیاتې افغانۍ عواید راټولې کړي.
دغه وزارت په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې په یادو ګمرکونو کې د فساد سره جدي مبارزه شوې او دغه لړۍ به راتلونکې کې هم دوام ولري.
که څه هم وزارت د دغو عوایدو د راټولېدو لاملونه نه ‌دي په ډاګه کړي خو له دې وړاندې یې په ګمرکونو کې افغان سوداګرو ته د اسانتیاو، په سوداګریزو توکو کې د لوړو تعرفو د کنټرول او ورسره په کمرکونو کې د چارو د چټکتیا خبره کړې وه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس