معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د ګونتانامو له زندانه دوه آزاد شوي افغانان نن هېواد ته ستنیږي

د ګونتانامو له زندانه دوه آزاد شوي افغانان نن هېواد ته ستنیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۳ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د امریکا د ګوانتینامو د زندان دوه پخواني افغان بندیان به نن هېواد ته راستانه شي.

د خبر پر بنسټ، ملا عبدالظاهر صابر او عبدالکریم چې اووه کاله وړاندې د ګوانتانامو له زندانه خوشې شوي او عمان ته استول شوي و، د افغان حکومت د هڅو په پایله کې پرې د سفرکولو محدودیت او څارنه لرې شوې ده.

د مسوولینو په وینا ملا صابر ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې د امریکایي ځواکونو له خوا نیول شوی او په بګرام زندان کې له بند تېرولو وروسته د همدې کال په اکتوبر کې ګوانتانامو زندان ته لېږدول شوی و.

عبدالکریم بیا د ۲۰۰۲ زېږدیز کال په اګست کې د پاکستان د حکومت له خوا تر نیول کېدو او د هغه هېواد په زندان کې له څو میاشتې بند وروسته امریکایي ځواکونو ته تسلیم شو.

د خبر په اساس اوس د امریکا په ګوانتانامو زندان کې پاتې یوازینی افغان بندي محمد رحیم نومیږي، چې کورنۍ یې د خلاصون غوښتنه کوي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس