معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / د کونړ ولایت تر ځمکې لاندې قیمتي ډبرې په ناقانونه توګه را ایستل کېږي او بهر ته قاچاق کېږي

د کونړ ولایت تر ځمکې لاندې قیمتي ډبرې په ناقانونه توګه را ایستل کېږي او بهر ته قاچاق کېږي

د کونړ ولایت تر ځمکې لاندې قیمتي ډبرې په ناقانونه توګه را ایستل کېږي او بهر ته قاچاق کېږي

راپور : ذبیح الله لاروی
د کونړ ولایت چپې درې، ماڼوګۍ او یو شمېر نورو ولسوالیو کې قیمتي ډبرې په غیر مسلکي او غیر قانوني ډول اېستل کېږي او بیا ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کېږي او ویل کېږي چې پولیس هم پدې قاچاق کې ښکیل دي.
د کونړ ولایت د قیمتي ډبرو د سوداګرو ټولنې مشر عزت الله حقمل وایي اټکل کېږي چې يوازې په کونړ کې د يوه کال په موده کې له پنځه ميليونو ډالرو نه زیات کاڼي د ځمکې له خېټې رايستل کېږي او زیاته برخه یي په ناقانونه توګه ګاونډیو هېوادونو ته وړل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې ځیني وګړي د نوم نه ښودلو په شرط وایي چې ددې قیمتي ډبرو له خرڅلاوه تر لاسه شوې یوه اندازه پیسې ځایي وسله والو ډلو او یو شمېر حکومتي چارواکو ته هم رسېږي.
د کونړ او نورستان په غرنيو سيمو کې بېلا بېل ډوله قيمتي کاڼي شته چې يو کاڼی يې په زرګونو ډالره ارزښت لري.
چپه دره د کونړ هغه ولسوالي ده چې د مرکز اسعد آباد څخه شا او خوا پنځوس کیلومتره لرې ده او ځیني قیمتي ډبرې؛ لکه: بیروچ، بیرل او تښتې پکې پیدا کېږي.
د ګهیځ موندنې ښیي چې د قیمتي ډبرو د غیر قانوني کېندنو او قاچاق له لارې يوه اندازه پيسې د ځايي وسله والو ډلو، په ګډون د یو شمېر ځایي خلکو او حکومتي چارواکو جيبونو ته هم ورځي، او دغه سيمه له همدې امله نا آرامه ساتل شوې ده.
د سیمې خلک وایي له کلونو راهیسې دغه قیمتي کاڼي په غیر فني او غیري قانوني ډول د بمونو او برمو په مټ په بې رحمۍ ویستل کېږي، او ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کېږي.
دغه خلک ادعا لري چې دغه غیر قانوني کېندنې یوازې د طالبانو تر کنټرول لاندې سېمو کې ندي روانې، بلکې د حکومتي پوستو او ولسوالۍ سره نژدې د حکومت تر ولکې لاندې سیمو کې هم په رڼا ورځ دا ډول کیندنې روانې دي.
دوی ادعا کوي چې دغه معدنونه د چپې درې ولسوالۍ د مرکز په پنځه سوه مترۍ کې موقعیت لري، خو تر اوسه یي حکومتي چارواکو د بندولو لپاره کوم ګام ندی پورته کړی.
د ضیا الرحمن په نوم د سیمې یو اوسېدونکی وایي: “د قیمتي ډبرو یو شمېر کانونه د ولسوالۍ له مرکز نه پنځه سوه متره لیرې پراته دي، دغه ساحه کې د حکومت حاکمیت دی، له غره نه اخواته د طالبانو سیمې دي، طالبان خپل ټکس اخلي، دوی د شپې راځي او خپله برخه اخلي، دوی په هر یو کان کې پنځه او شپږ برخې لري، حکومت هم خپلې برخې لري، که حکومت ته خپلې برخې ورنه کړي دغه قیمتي ډبرې بیا د حکومت په سیمه نشي راوړلای”.
نوموړی همدا راز یو شمېر پولیس د قیمتي ډبرو په قاچاق کې ښکلیل بولي او وایي کله چې په کوم کان کې قیمتي ډبرې راووزي د یو شمېر پولیسو له لورې د رینجر موټرو په مرسته د کونړ مرکز او بیا نورو ګاونډیو هېوادونو ته استول کېږي.
نوموړی زیاتوي چې کله چې په کوم کان کې قیمتي ډبرې تر لاسه شي، په همدې عمومي سړک په حکومتي رینجرو او د قومندانانو په موټرو کې وړل کېږي، دوی ترې خپل کمیشن اخلي او دا قیمتي ډبرې لومړی اسعد آباد او بیا له هغه ځایه ګاونډیو ولایتونو او نږدې هېوادونو ته رسول کېږي.”
ځايي اوسېدونکي د طالبانو تر څنګ دولتي چارواکي هم تورنوي چې د قیمتي ډبرو له دې کانونو خپله غوښنه برخه تر لاسه کوي او له همدې امله د غیر قانوني کېندنو مخه نه نیسي.
د چپې درې ولسوالۍ یو اوسېدونکی حنیف الله پدې اړه وایي: “زموږ په ولسوالۍ کې چې کوم کاڼي په ناقانونه ډول را ايستل کېږي، دغلته ټول وسله وال طالبان دي، ددغو کاڼو زیاته ګټه وسله والو طالبانو ته ځي، ځايي چارواکي او یو شمېر قومي مشران هم په کې برخه لري او خپلې ګټې يې په نظر کې نېولې. هڅه کوي چې د دوی ګټو ته زیان ونه رسېږي، نو ځکه يي دغه سېمه نا امنه کړې ده.”
بلخوا د کونړ د امنیه قوماندانۍ مسؤولین بیا په داسې حال کې چې د ولایت په کچه د نا قانونه کېندنې او قاچاق مني خو د خلکو دا تورونه ردوي چې حکومتي چارواکي او پولیس د قیمتي ډبرو په قاچاق او نا قانونه را اېستلو کې لاس لري. دوی وایي په هغو سیمو کې یې د قیمتي ډبرو د استخراج مخه نیولې چې د حکومت تر ولکې لاندې دي. دوی همدا راز د قیمتي ډبرو قاچاق د مخنیوي په برخه کې هم خپلې هڅې یادوي او وایي د قاچاق وړونکو څخه یې زیاته اندازه قیمتي ډبرې تر لاسه کړي.
د کونړ د امنیه قومندانۍ ویاند فریدالله دهقان وایي: “موږ دغه ټول تورونه ردوو، که چا سره داسې کوم ثبوت او شواهد وي چې ښکاره کړي د امنیتي ځواکونو په موټرو کې قاچاق کېږي، موږ سره دې یې شریک کړي، مونږ به مجرم له رینجر سره عدلیي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړو. موږ یوازې په تېره میاشت کې لږ تر لږه تر سلو کيلو ګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې چې په ناقانونه توګه قاچاق کیدلې له کسانو سره یې نیولې دي، موټرې یي اوس هم په ګمرک کې ولاړې دي.”
ښاغلی دهقان وایي چې په هغو سیمو کې به د قیمتي ډبرو قاچاق موجود وي چې د حکومت تر ولکې لاندې نه دي او وسله وال طالبان په کې مېشت دي.
د کونړ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند همدارنګه زیاتوي: “د قیمتي ډبرو قاچاق به وي، خو په هغو سیمو کې چې د حکومت تر حاکمیت لاندې نه دي. داسې نا امنې او پراخې سیمې دي؛ لکه: د چپې درې “دیګل دره “چې یوه اوږده دره ده، آن لغمان سره د تلو راتلو لارې لري، که د غرونو له لارو قاچاق شوي وي هغه مونږ نه ردوو.”
بل لور ته د جمهوري ریاست په غوښتنه دوه کاله وړاندې په کونړ کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د سوداګرو یوه ټولنه جوړه شوه او موخه یې هم دا وه تر څو د دغو قیمتي ډبرو پروسس او انتقال ته یوه قانوني لاره جوړه کړي.
دا ټولنه د ختیځو څلورو ولایتونو له سوداګرو جوړه ده چې اوس هم شته، خو غړي یې له حکومته ګیله من دي چې ورسره کړې ژمنې یي نه دي عملي شوې او اوس هم د دولت هغه طرزالعمل ته په تمه دي چې له مخې به یي دغه قیمتي ډبرې قانوني استخراج او په کور دننه پروسس کېږي.
ددې ټولنې د مشر عزت الله حقمل په وینا چې حکومت پرې د قیمتي ډبرو د پروسس ماشینونه راوړل، استاذان یې پرې ونیول، یو دولتي مارکيټ یې پرې وران کړ تر څو پرې دوی ته مارکيټ جوړ کړي خو یو کار هم تر سره نشو.
نوموړی وایي: “د حکومت لخوا راکړل شوی دفتر هم رانه وران شو، اوس د بل دفتر غوښتنې کوو خو چارواکي هېڅ ځواب نه راکوي، موږ سره حکومت ژمنه کړې وه چې شپیته سلنه امتیاز به راکوي خو اوس یي د ټولنې د تخریب هڅې پیل کړي او بس.”
د ښاغلي حقمل په وینا دا ټولنه د حکومت په خوښه جوړه شوه، چې په پیل کې یي ورسره پراخې ژمنې وکړې خو اوس یي بیا د کار څرک نه لیدل کېږي.
نوموړی وایي چې: د ټولنې تر جوړېدو وروسته د کونړ او نورستان د هغه وخت والیانو(عبد الستار میرزکوال او حافظ عبدالقیوم) امریکا او تایلینډ ته سفرونه وکړل هلته یی د همدې قیمتي ډبرو په تړاو ټرینینګونه واخیستل. دوی له راتلو وروسته د دېرشو ماشینونو وعده وکړه چې راروان دي، همدارنګه ویل یې چې دېرش کسان به تایلینډ ته د زده کړو لپاره ولېږو هلته به ټرینینګ واخلي، دلته یې د پوهنځي وعده هم کړې وه، چې په لس جریبه ځمکه کې به یی جوړېږي، خو تر اوسه د هېڅ یوه کار څرک نه لیدل کېږي.
د کونړ اوسنی والي محمد اقبال سعید بیا وایي چې حکومت ژمن دی چې د قیمتي ډبرو غیر قانوني کیندنې ودروي او په قانوني توګه یي استخراج پیل شي.
ښاعلی سعید وایي راروان کال به د قیمتي ډبرو مارکیټ ته په ځانګړې شوي ځای کې یوه دوه منزله ودانۍ جوړه شي، چې په دې سره به د قیمتي ډبرو غیر قانوني کیندنې او قاچاق پای ته ورسېږي.
د کونړ والي زیاتوي چې مرکزي اداره ژمنه ده چې د قیمتي ډبرو استخراج ته قانوني بڼه ورکړي. د معدنونو په قانون باندې کار روان دی چې ډېر ژر به تعدیل او عملي جنبه به غوره کړي. په راروان کال کې د معادنو وزارت په پام کې لري چې مارکيټ ته په مشخصه شوې ساحه کې یو دوه منزله تعمیر جوړ کړي، نو بیا به دغه تیږې چې اوس د قاچاق په شکل ځي دا به بیا قانوني بڼه ولري.
والي همدار راز زیاتوي چې په دې مارکيټ کې به د مالیې وزارت او معادنو وزارت استازي وي او دلته به ترې ریالټي اخیستل کېږي او بیا به یو سند ورکول کېږي چې بیا به ددغه سند مطابق دوی کولای شي دغه کاڼي هر چېرته انتقال کړي.
بل لور ته د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې په ټول هېواد کې یې د غیر قانوني کیندنو سیمې مشخصې کړې او د غیر قانوني کیندنو د مخنیوي لپاره یې اقدامات کړي دي چې لسګونو ځایه یې د غیر قانوني کیندنو مخه هم نیولې ده او هڅه کوي د ولسي مشارکت په مټ د نورو دغسې غیر قانوني کیندنو مخه هم ونیسي.
د دې وزارت ویاند قدیر مصطفی وایي: غیر قانوني کیندنې که د هېواد هره برخه کې وي، زمونږ لپاره مهمه ده، مونږ په دې برخه کې د عمل پلان لرو، د محافظت کمېټه لرو او همدارنګه د افغانستان د امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ د غیر قانوني کیندنو د مخنیوي برخه کې اقدامات د لاس لاندې لرو.
نوموړی زیاتوي چې په کومو سیمو کې چې د خلکو له لوري غیر قانوني کیندنې تر سره کېږي، غواړو هغه قانونمندې کړو، په کومو سیمو کې چې وسله وال مخالفین او یا هم زورواکي دي، مونږ به د خپل قوت نه ګټه اخلو چې هغو سیمو کې یې مخه ونیول شي، مونږ ډېری داسې سیمې تشخیص کړې چې هلته غیر قانوني کیندنې کېږي چې په هغې کې کونړ ولایت هم شامل دی او په کومو سیمو کې چې عمدتا د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو استخراج شته، ددې د مخنیوي لپاره د امنیتي ارګانونو سره همغږي لرو.
سره له دې چې د ملي شتمنيو ساتنه د خلکو او دولت ګډ مسؤوليت دی او هر څوک بايد د ملي شتمنيو ساتنه وکړي، خو کتونکي پدې باور دي، چې د کانونو او پټرولیم د وزارت او اړونده نورو دولتي ادارو د بې پروايۍ له امله د هېواد په ډېرو ملي شتمنيو د لوټ او تالان لړۍ پيل شوې ده، چې د کونړ او نورستان قيمتي ډبرو له کانونو څخه خپل سرې کيندنې يې يوه ستره بېلګه ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس