معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د کندهار د سیمه ییزې راډیو نیول شوي خبریالان خوشې شول

د کندهار د سیمه ییزې راډیو نیول شوي خبریالان خوشې شول

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وري ۹مه او د مارچ ۲۹مه نېته ده) د افغانستان د خبریالانو مرکز خبر ورکوي، چې تېره ورځ په کندهار کې د اسلامي امارت د استخباراتو له خوا نیول شوي سیمه ییز خبریالان او د رسنیو کارکوونکي، بېرته خوشې شوي دي.
پرون د افغانستان خبریالانو مرکز وویل، چې ا.ا ځواکونو په کندهار کې د (ملت ږغ) راډیو تړلې او درې کارکوونکي یې نیولي دي.
مرکز ویلي وو چې په نیول شویو کسانو کېد دغې راډیو د خبري څانګې مشر فرید علیزی، پروډیوسر رحیم الله نوري او د تخنيکي څانګې کارکوونکی محمود مهربان شامل و.
خو حکومتي سرچینو بیا تر اوسه د دغو خبریالانو د نیول کېدو او یا خوشې کېدو په تړاو هیڅ ډول تبصره نه ده کړې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس