معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کجکي بند د ۱۵۱ میګاواټو برښنا د تولیدولو وړتیا لري

د کجکي بند د ۱۵۱ میګاواټو برښنا د تولیدولو وړتیا لري

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمري/ اسد ۴مه او د جولای میاشتې ۲۶مه نېټه ده) د ریاست الوزراء اداري مرستیال وایي، د کجکي بند د برښنا د توليد کچه ۱۵۱ میګاواټو ته رسېدلې او دغه پروژه ګټې اخیستنې ته چمتو شوې ده.
د راپور له مخې، د ۱۴۰۰ کال په مرغومي میاشت کې د هلمند ولایت د کجکي بند درېیو توربینونو ۵۰ میګاواټه برښنا تولیدوله او د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت له خوا یې پر درېيو توربينونو کار روان و، څو په فعالېدو سره يې د برښنا د تولید وړتیا ۱۵۰ میګاواټو ته لوړه شي.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت له مرستیال براق انسال سره په کابل کې کتلي دي.
سرچینه زياتوي، د دغه شرکت د پلان پر بنسټ باید د کجکي بند د برښنا توليد ۱۵۱ میګاواټو ته ورسېږي چې اوسمهال یې بشپړ کړی او ګټې اخيستنې ته چمتو دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس