معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د کابل په کوټه سنګي کې ماین چاودنه شوې

د کابل په کوټه سنګي کې ماین چاودنه شوې

نن سهار مهال د کابل په کوټه سنګي سیمه کې چاودنه شوې.

ځايي سرچینو رسنیو ته تاید کړې، چې د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند کوټه سنګي سیمه کې د چسپکي ماین چاودنه رامنځ ته شوې.

عینې شاهدان وايي، په دغې پېښه کې دوه تنه ټپیان شوي هم دي.

امنیتي چارواکو تر اوسه رسنیو ته د پېښې د کره جزیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

دا هم نه ده جوته چې برید د چا لخوا او د کومې موخې لپاره شوی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس