معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د ښځو پر حقونو د ستانکزي ټینګار؛ هېڅوک افغانې مېرمنې او نجونې له خپلو حقونو نشي محرومولی

د ښځو پر حقونو د ستانکزي ټینګار؛ هېڅوک افغانې مېرمنې او نجونې له خپلو حقونو نشي محرومولی

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ ۱۶مه او د جولای میاشتې ۷مه نېټه ده) ‏د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، چې اسلامي امارت ښځو ته په سیاسي او اقتصادي برخو کې ونډې ورکولو ته ژمن دی.
هغه دغه راز ویلي، چې د ټولنې د یوې مهمې برخې په توګه دوی ښځې له پامه نه شي غورځولی او په وینا یې هغوی حق لري، چې د سیاست او اقتصاد په ګډون د ژوند پر هر ډګر کې فعاله ونډه ولري.
ستانکزي دا څرګندونې د «اختر بازار» په نوم د یوه نندارتون د پرانستې پر مهال وکړې.
‏نوموړي د نجونو د تړلو ښوونځیو مسلې ته په اشارې وویل، چې دمګړۍ د هېواد په ځینو برخو کې د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي او پاتې ښوونځي به د تخنیکي ستونزو تر هواري وروسته پرانیستل شي.
له دې سره هممهال، پخواني افغان ولسمشر، حامد کرزي، بیا له حکومته غوښتي، چې د نجونو ټول ښوونځي سم له واره پرانېزي.
د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وایې هیڅوک د افغان میرمنو او نجونو د حقونو له ورکړې انکار نشي کولی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس