معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د ښوونځيو په تړاو د عالمانو غونډه جوړېږي؛ د پوهنې وزارت وايي مثبتې پایلې به ولري

د ښوونځيو په تړاو د عالمانو غونډه جوړېږي؛ د پوهنې وزارت وايي مثبتې پایلې به ولري

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د غوايي یا ثور ۱۷مه او د مۍ میاشتې ۷مه نېټه ده) افغان حکومت منلې چې د نجونو د ښوونځیو په تړاو د دیني عالمانو یوه غونډه جوړوي.
د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان منلې چې له اووم تر دوولسم ټولګي د نجونو د ښوونځیو په اړه دیني عالمانو ته دنده سپارل شوې څو دا ستونزه هواره کړي او په دې تړاو پرېکړه وکړي.
دوی تمه ښودلې چې دغه غونډه به مثبتې پایلې ولري او په هېواد کې به د نجونو د ښوونځیو له پرانیستل کېدو سره مرسته وکړي.
نوي افغان حکومت په نوي تعلیمي کال کې یوازې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړه او له اووم تر دوولسم پورې د ښوونځيو پیلېدل ځنډول شوي چې دې مسئلې د کورنیو غبرګونونو تر څنګ نړیوال غبرګونونه هم پارولي دي.
څو ورځې وړاندې د نوي حکومت یوه لوړپوړي غړي هم ویلي وو، چې تر اختر وروسته د نجونو د ښوونځیو په اړه یوه غونډه جوړېږي او په دې اړه به خپل دريځ روښانه کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس