معماری
خانه / ادب و هنر / د ژبې د زده کړې حساسه دوره

د ژبې د زده کړې حساسه دوره

د ژبې د زده کړې حساسه دوره
څېړندوی رحیم الله حریفال، د علومو اکاډمۍ غړی

لنډیز:
د یوې نوې ژبې زده کول ګڼې ګټې لري. دا ګټي له ټولنیزو او فرهنګي ګټو ور هغې خوا ته قدم ږدي. نوي علمي دلایل د دې خبرې ګواهي ورکوي چې د هغه انسان مغز چې له یوې ژبې څخه پر زیاتو ژبو پوهېږي، په داسې یو حالت کې واقع کېږي چې په هغه کې د دواړو ژبو سیسټمونه په ګډه فعالېږي، په ځانګړې توګه هغه وخت چې نوموړی کس له نورو سره د اړیکو ټینګولو او خبرو کولو اراده وکړي، ددغو دواړو سیسټمونو یو ځای فعالېدل پخوا کمزوري، د ضعف او خطر ټکي ګڼل کېدل او داسې تصور کېده چې مغز له یوه داخلي کړکېچ او جنګ سره لاس او ګرېوان دی او د دې لپاره چې تشخیص کړي له کوم سیسټم څخه ګټه واخلي، ډېره انرژي مصرفوي.
د دواړو سیسټمونو یو ځای فعاله کېدل او خطر د دې لامل شوی ؤ چې متخصصین والدینو ته داسې توصیه وکړي چې تر یو څه مودې پورې ماشومان له هغې فضا او چاپېریال څخه لرې وساتي چېرته چې څو ژبې ویل کېږي او یا هم د څو مختلفو ژبو ویونکي ژوند کوي.
له دغو کورنیو سره داسې تصور وو چې د ماشوم مغز تر اوسه پورې په کافي اندازه وده نه ده کړې، د دوو ژبو د بوج توانایي نه لري او د دواړو ژبو د سیسټمونو تر منځ کړکېچ او نزاع د دې لامل ګرځي چې دواړه ژبې کمزورې او ماشوم خپله مورنۍ ژبه نه شي زده کولای.
خو اوس دا خبره برعکس ده د دواړو سیسټمونو یو ځای فعاله کېدل نه یواځې دا چې د غټانو او ماشومانو په زیان نه دي، بلکې د هغوی له ودې سره مرسته کوي.
د ژبې د زده کړې حساسه دوره، هغې دورې ته ویل کېږي چې ماشوم کولای شي په ډېر سرعت او بشپړه توګه او حتی پرته له ښوونې او زده کړې څخه ژبه زده کړي.

سریزه:
که څه هم ژبپوهنه یو نوی علم دی، خو بیا هم په نړېواله کچه د ژبپوهنې په بېلابېلو څانګو کې ډېر علمي کار تر سره شوی دی، خو په پښتو ژبه کې څومره چې اړتیا ده، هغومره کار نه دی ترسره شوی. د عمومي ژبپوهنې مسایل نومي کتاب کې راغلي دي: «د نورو ټولنیزو علومو په پرتله په معاصر مفهوم ژبپوهنه، په ژبپوهنې پورې تړلي مسایل او د ژبپوهنې د بېلابېلو څانګو په اړه علمي بحثونه او څېړنې ډېره مخینه نه لري؛ خو دا چې د ژبپوهنې د علم موضوع او تړاو له انساني ژبې او د ټولنیز ژوندانه له بېلابېلو اړخونو سره ډېرې نږدې او تلپاتې اړیکې لري، نو له همدغه امله د نړۍ د ډېرو پوهانو پام ور واوښت او په اړه یې خورا د ارزښت وړ څېړنې وشوې.(۱: ۱) د ژبې اروا پوهنه او همدارنګه د ژبې د زده کړې حساسه دوره او دې ته ورته د نورو موضوعګانو په اړه په نړیواله کچه ډېر کار شوی دی، خو په پښتو ژبه کې تر اوسه دا او دې ته ورته موضوعات د ژبپوهنې په برخه کې څومره چې اړتیا ده نه دي څېړل شوي.
که موږ خپلې ټولنې او هېواد ته ځېر شو، موږ دوه رسمي ژبې لرو چې پښتو او دري دي او د دغو رسمي ژبو د زده کړې لپاره په ښوونځیو کې ټاکلي مضمونونه لرو، خو کله چې پایلو ته ګورو متأسفانه په ښوونځیو کې د ژبې زده کړه نه تر سره کېږي. همدا ښوونځي دي چې زده کوونکي دې ته تیاروي، تر څو د لوړو زده کړو په مرحله کې د دواړو رسمي ژبو له مخې له ملي فرهنګ سره بلد شي او همدارنګه کله چې له پوهنتون څخه فارغېږي په کاري ډګر کې د هېواد له رسمي ژبو څخه ګټه واخلي. د رسمي ژبو تر څنګ نه یواځې زموږ په هېواد کې، بلکې د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم د نړیوالې ژبې په توګه د انګلیسي ژبې زده کړه لازمي او ضروري ده، خو د رسمي ژبو په څېر د انګلیسي ژبې زده کړه هم منفي ده. د دې ستونزې په عواملو به د مقالې په نورو برخو کې وغږېږو، په دې او دې ته ورته نورو ژبنیو موضوعاتو باندې لږ کار شوی دی، یا هم که په ټولیزه توګه ووایو (د ژبې ارواپوهنه) لږ څېړل شوې ده او اړوندو موضوعاتو ته یې پوهانو او څېړونکو کمه توجه کړې چې یوه موضوع به یې «د ژبې د زده کړې حساسه مرحله» ده چې په تفصیل سره بحث پرې وشي.
د څېړنې اهمیت او مبرمیت:
زموږ په ټولنه کې د دې موضوع په اړه تحقیقات او څېړنې لږې شوې دي او داسې تصور هم موجود دی چې په کم عمر کې باید ماشومان له خپلې مورنۍ ژبې پرته نورې ژبې زده نه کړي، ځکه چې د ماشوم مغز لا پوره وده نه ده کړې، نو کله چې زلمی شي، بیا دې د نورو ژبو زده کولو ته پرېښودل شي، خو په دې څېړنه کې به دا په ډاګه شي چې د ژبو د زده کړې د استعداد ځواکمنه مرحله له دوه کلنۍ بیا تر بلوغ پورې ده او په ماشومتوب کې به د ژبو د زده کړې ارزښت او اهمیت لا ښه جوت شي.
د څېړنې موخه:
پر خپلې مورنۍ ژبې سربېره د نورو ژبو زده کړه، په ټوله نړۍ کې ځانګړی ځای او ارزښت لري او د چا چې ډېرې ژبې زده وي، هغومره یې معلومات هم ډېر وي، نو موخه دا ده چې دغه مهمه چاره په خپل وخت کې تر سره شي. موږ او تاسو دې ته پام وکړو چې د ژبو د زده کړې حساسه مرحله له دوه کلنۍ بیا تر زلمیتوب پورې ده. دولت او کورنۍ دې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، تر څو له زلمیتوب سره یو ځای زموږ زلمیان د نورو ژبو په زده کړې سره د علم او پوهې نوې نړۍ ته قدم کېږدي.
د څېړنې پوښتنې:
– د ژبې د زده کړې حساسه دوره د عمر کوم وخت دی؟
– ماشوم ته د ژبې د زده کړې کوم وخت مناسب او وړ دی؟
– په کم عمر کې سربېره په مورنۍ ژبې د نورو ژبو زده کړه ماشوم ته زیان رسوي او که ګټه؟
– د ژبې د زده کړې د پیل لپاره باید یوه ځانګړي عمر ته انتظار وکړو؟
د ژبې د زده کړې حساسه دوره:
یوه له هغو موضوعګانو څخه چې تر اوسه پورې یې په اړه اختلاف موجود دی، هغه د ژبې د زده کړې حساسه دوره ده چې (critical period)ورته ویل کېږي. د دغې نظریې پر بنسټ د ماشوم لپاره د ژبې د زده کړې دوره له دوه کلنۍ څخه نیولې بیا تر دولس کلنۍ پورې رسېږي، که ماشوم په دغه موده کې ژبه زده نه کړي، وروسته یې نه شي زده کولای.)۲) کله چې موږ د خپل هېواد ښوونیز نظام ته وګورو دغې موضوع ته په سمه توګه پام نه دی شوی. د ژبې زده کړه، د ښوونځي په لومړنیو کلونو کې نه پلې کېږي. دلته که وګورو ماشوم له دوه کلنۍ څخه په کور کې مورنۍ ژبه زده کوي، خو کله چې ښوونځي ته داخلېږي، هلته هم تر شپږو نورو کلونو پورې د دوهمې ژبې د زده کولو استعداد او وړتیا لري، دلته لکه زموږ د هېواد په څېر چې دوې رسمې ژبې لري چې پښتو او دري دي او همدارنګه انګلیسي هم چې د نړیوالې ژبې په توګه د مشترکې ژبې بڼه غوره کړې ده. د یادو ژبو د ښوونې او زده کړې لپاره په نصاب او همدارنګه په ښوونځیو کې توجه نده شوې. که له یوه لوري په مورنۍ ژبو زده کړو ته پام نه کېږي، له بلې خوا د دوهمې ژبې چې د هېواد دوه رسمي ژبې پښتو او دري دي هم د زده کولو لپاره یې ستراتېژي او برنامه نشته. ډېر محصلین او ځوانان ګورو چې له پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته په پښتو ژبه هېڅ نه پوهېږي او داسې کسان هم شته چې د انګلیسي ژبې زده کړه یې هم په نشت حساب ده. په اوسنۍ نړۍ کې چې د ساینس او ټکنالوژۍ پرمختیا ورځ تر بلې په ډېر سرعت سره پرمخ روانه ده، نو له نورې نړۍ سره د نږدې کېدو او د ادب، سیاست، هنر او په لسګونو نورو برخو کې که غواړو چې پرېمانه زېرمو ته لاس رسی ولرو، نو زما په اند د یوې نړیوالې ژبې په توګه د انګلیسي ژبې زده کول مهمه اړتیا ده.
«د ماشوم مغز د زېږېدو په وخت کې ډېر ناقص وي، خو په دوو لومړنیو کلونو کې په چټکۍ سره وده کوي. په دغو دوو کلونو کې تقریباً ۳۵۰ ٪ سلنه یې وزن زیاتېږي؛ یعنې څلور نیم برابره کېږي.
په داسې حال کې چې په لسو نورو کلونو کې د دغه وزن زیاتوالی یواځې ۳۵ ٪ سلنه دی. کله چې په دوه کلنۍ کې په ماشوم کې ژبه څرګندېږي. د مغز ۶۰ ٪ سلنه وده او رشد بشپړېږي او کله چې د ژبې د زده کړې دوره پای ته رسېږي یعنې بلوغ ته رسېږي، د مغز وده هم پای ته رسېږي.»( ۳ )
د ژبې د زده کړې د دورې محدودیت کېدای شي د مغز له نورو ځانګړتیاوو سره هم اړیکه ولري. انسان د تي لرونکو حیواناتو په ډله کې یواځې هغه حیوان دی کله چې د مغز په دوو نیمو کرو باندې کارونه تقسیمېږي، په دې معنا چې د هدایت ورکوونکي مرکز ځینې فعالیتونه د کرې په دوه نیمو برخو کې واقع دي.
«ژبه یوه له هغو فعالیتونو څخه ده چې د مغز د کیڼې نیمې کرې له خوا هدایت کېږي او لارښوونه یې په غاړه ده. په کیڼه نیمه کره کې د ژبې ځای پر ځای کېدل، داسې شی نه دی چې د ماشوم د ژبې د زده کړې له پیل څخه دې موجود وي، بلکې دا تخصصي چاره په تدریجي بڼه وروسته حاصلېږي.» ( ۴ )
په ماشومتوب کې دا جوړښتونه ډېر انعطاف منونکي وي، داسې چې کولای شي بېلابېلې دندې تر سره کړي. له همدې امله کله چې د مغز نیمې کیڼې کرې ته زیان رسېږي او ژبه له اختلال سره مخامخ کېږي، ښۍ نیمه کره مرستې ته راځي او د زیانمنو جوړښتونو کار پرمخ بیایي او جبرانوي یې، تر یو څه وخت وروسته بېرته عادي حالت ته ګرځي. خو دا انعطاف په تدریجي بڼه له منځه ځي او د ژبې د لارښوونې مرکز بېرته کیڼې نیمې کرې ته پرېښودل کېږي، تر څو چې د بلوغ تر مرحلې پورې وروستي حد ته رسېږي. د لنه برګ او ځیني نورو څېړونکو په نظر د مغز انعطاف کول او په یو لوري کې د ژبې د کنټرول بشپړېدل، یو بل هغه لامل دی چې د ژبې د زده کړې برېدونه تر بلوغ پورې محدودوي.
دلته کولای شو چې یوه مهمه پوښتنه مطرح کړو: آیا تر اوسه پورې داسې کومه پېښه لیدل شوې چې یوه انسان د ژبې د زده کړې د دورې تر پوره کېدلو وروسته د ژبې د زده کولو امکان له لاسه ورکړی وي؟ دا خو څرګنده ده چې په قصدي توګه نه شو کولای چې دا ډول آزمایښتونه په انسان وشي او که د دغې پوښتنې لپاره ځواب موجود وي، نو هغه باید د هغو ماشومانو په برخه کې مطالعه کړو چې له ټولنې څخه لرې پاتې شوي دي، نو بیا ځواب موندلی شو، دلته یوې پېښې ته اشاره کوو چې د هغې راپورونه مستند او حقیقي دي.
«په ۱۹۷۰ ز کال کې ټولنیزو مرسته کوونکو د لاس اینجلس په ښار کې یوه ځوانه نجلۍ وموندله چې اوس د «جیني» په نامه مشهوره ده. په هماغه وخت کې دا نجلۍ دیارلس کلنه وه. مور او پلار یې تر دغه مهاله پورې نوموړې په انزوا او ګوښي ځای کې لویه کړې وه، یعنې پرته له دې چې له دوی او یا له نورو سره تماس او اړیکې ولري. یواځې دومره خواړه یې ورکول چې مړه نه شي او ژوندۍ پاتې شي.
ارواپوهانو او ژبپوهانو په ډېرې علاقې سره هغه تر مراقبت او پالنې لاندې ونیوله او د هغې د ژبې وده یې تر دقیق نظر لاندې وه. جیني د ژبې د زده کړې په پیل کې په ډېرې چټکۍ سره پرمختګ وکړ او له هماغه پړاو څخه تېره شوه چې یو ماشوم په عادي عمر کې د ژبې په زده کړه کې له هغه څخه تېرېږي.» ( ۵ )
د جیني د ژبې د زده کړې پرمختګ په پیل کې داسې ښکارېده چې د ژبې د زده کړې د حساسې دورې فرضیه یې باطله کړه، خو ډېر ژر حالاتو بدلون وکړ او د ژبې د زده کړې په برخه کې د جیني پرمختګ ودرېده.
که څه هم د ژبې د کلمو په حفظ او یادولو کې د جیني حافظه ښه وه او عقلي وده یې د رضایت وړ وه، خو د ژبې د نحوې د زده کړې په برخه کې چې په واقعیت کې د ژبې خلاقیت ور څخه منشأ اخلي، ډېره لږ وه، تر دې حده پورې چې له ساده ترکیبونو پرته یې د ژبې د جملو د جوړولو توان او ځواک نه درلود. د ژبې د زده کړې د حساسې دورې پلویان په دې عقیده دي چې د جیني پېښه له شک پرته د هغوی فرضیه تأییدوي. د هغوی په نظر د ټولې ژبې د زده کړې په ډګر کې د جیني ماتې، د جدي مراقبت او پالنې تر څنګ له دې امله وه چې په حساسه دوره کې یې ژبه نه وه زده کړې.
وروستنۍ څېړنې ښیي چې د دوو ژبو فعاله کېدل په مغز کې د ژبني تحلیل اړونده برخه؛ لکه د بدن د نورو غړو په څېر، چې ورځ تر بلې د زیات وزن د پورته کولو په حال کې ده، ځواکمنه کېږي.
کوم کسان چې د څو ژبو په ویلو حاکم دي او د ورځې په جریان کې اړ کېږي چې څو ځله ژبه بدله کړي او د چټک بدلون په پایله کې سیسټمونه خپله چټکتیا او تیزوالی ښکاره کوي، داسې امکان لري چې نوموړی کس څو شېبې له خپل ورور سره په مورنۍ ژبه خبرې وکړي او څه وخت وروسته له خپل همکار سره په بله ژبه وغږېږي. د یوې بلې څېړنې پر اساس کوم کسان چې په ژبو حاکم دي، کولای شي په ډېره چټکي سره له یوه فعالیت څخه بل فعالیت ته، خپل تمرکز بدل کړي.
ماشومان له زېږېدو څخه بیا د بلوغ تر عمره پورې له یوه نه تکرارېدونکي امتیاز څخه برخمن دي. نو د دې پر اساس والدینو ته په کار ده چې خپل ماشومان د ژبو زده کړې ته و هڅوي، د هغوی ملاتړ وکړي او هېڅکله یې هم مخه ونه نیسي، ځکه چې دا کار د دوی او د دوی د ماشومانو په ګټه نه دی.
پایله:
په حقیقت کې د زلمیتوب او نوې ځوانۍ په دوران کې د ژبې د زده کولو وخت نور تېر شوی دی. څوک چې له بلوغ څخه وروسته د ژبې زده کولو ته مخه کوي، تل د ژبو له یو ځای کېدو او ګډېدو سره مخامخ وي، ځکه چې دوه ژبې د یادولو په نا مناسب وخت کې زده شوې دي. دا تداخل زیاتره له لومړۍ ژبې څخه د دوهمې ژبې لوري ته وي. ډېر کله موږ او تاسو وینو کله چې یو چا تر ماشومتوب وروسته په لوی عمر کې دوه نورې ژبې زده کړې وې، یوه ژبه یې لومړۍ زده کړې وي او بیا یې ورپسې بله دوهمه ژبه زده کړې وي، کوم وخت چې غواړي په دوهمه ژبه خبرې وکړي، د لومړۍ ژبې لغتونه او کلمې په کې داخلوي او یا هم که چا له مورنۍ ژبې پرته له نوې ځوانۍ وروسته دوهمه ژبه زده کړې وي، بیا نو ډېر ځله د خپلې مورنۍ ژبې کلمې په کې ګډوي او ترېنه ویل کېږي. د ساري په توګه زما یو ملګری ؤ چې د مورنۍ ژبې تر څنګ یې دري هم زده وه خو د انګلیسي ژبې له څه نا څه زده کړې وروسته یې د روسي ژبې د زده کړې هڅه وکړه، کله چې د ماسترۍ په دوره کې د انګلیسي ژبې تقریري آزموینې ته وغوښتل شو، د ده له ارادې پرته د نوموړي په انګلیسي خبرو کې څو روسي کلمې ور داخلې شوې چې دا کار د انګلیسي د استاذ خوښ نه شو او حتی د نوموړي نومرې یې هم کمې کړې، له دې څخه دې پایلې ته رسېږو چې په نا مناسب وخت کې د څو ژبو زده کول همدا او دې ته ورته ستونزې زېږوي.
اوس که د دغې فرضیې په اساس د ښوونې او روزنې په رسمي سیسټم کې د بهرنۍ ژبې زده کړې او تدریس ته پام وکړو، متوجه کېږو چې په هېواد کې د عمر د کچې عامل د ژبې د زده کړې په برخه کې په پام کې نه دی نیول شوی. د بهرنۍ ژبې زده کړه بلوغ ته په نږدې وخت کې پیل کېږي چې په دې وخت کې د ژبې د زده کولو توانایي او ځواک مخ په کمېدو دی. البته په زیاترو خصوصي ښوونځیو کې بیا دې خبرې ته پام اوښتی دی او له لومړي ټولګي څخه یې بهرنۍ ژبه په نصابونو کې شامله کړې ده. دلته د بهرنۍ ژبې تر څنګ په پښتون مېشتو سیمو کې که د هېواد دوهمې رسمي ژبې دري ته په سمه توګه پام وشي او په تاجک مېشتو یا هغو سیمو کې چې وګړي یې په دري ژبه خبرې کوي او همدارنګه د نورو قومونو په سیمو کې بلې رسمي او ملي ژبې پښتو ته پام وشي، نو د ستونزو کچه به راټیټه شي او پر وخت به مو خپل مسؤولیت تر سره کړی وي. موږ چې اوس مهال له کوم مشکل سره هم مخامخ یو هغه دا دی چې په لومړنۍ دوره کې نه د بهرنۍ ژبې زده کړې او ښوونې ته پام کېږي او نه هم په ځانګړې توګه د رسمي ژبې په توګه پښتو ژبې ته سم پام شوی دی. همدا لامل دی چې یو کس له ښوونځي څه، کله چې له پوهنتون څخه فارغېږي، د پښتو ژبې زده کړه خو څه چې له ډېرو مشهورو او عامو کلمو سره یې هم آشنایي نه لري. کله چې په پوهنتون کې محصل وم، د یوه بل پوهنځي محصل د پښتو ژبې د زده کړې غوښتنه وکړه او ما هم ورسره د پښتو ژبې تدریس پیل کړ، حتی د سپرلي او مني یا خزان په معنا نه پوهېده. په داسې حال کې چې له ښوونځي څخه فارغ شوی ؤ او اوسمهال د پوهنتون محصل ؤ، نو د ژبې حساسې دورې ته باید د پوهنې وزارت، مور و پلار او مشران پام وکړي او هڅه وکړي چې په هماغه حساس وخت کې خپلو ماشومانو ته د خپلو رسمي ژبو تر څنګ یوه بهرنۍ او نړیواله ژبه چې انګلیسي ده او یا یونسکو له ژبو څخه یوه بله مهمه ژبه هم ور زده کړي او په دې توګه یې د علم او پوهې له سترې نړۍ سره آشنا کړي.
مأخذونه:
۱ ــ لودین، دولت محمد. د عمومي ژبپوهنې مسایل: جلال آباد، ختیځ خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۵ ل کال.
۲ ــ دوره حساس زبان آموزی، د خپرېدو نېټه: غویي/۲/۱۳۹۰ ل کال، لاسرسی:
[مراجعه: ۲۰/ چنګاښ/ ۱۳۹۸ ل کال].https://sychology.persianblog.ir
۳ ــ پورتنی مأخذ.
۴ ــ پورتنی مأخذ.
http://zabanamozi.blogfa.com۵ ــ روان شناسی ــ زبان آموزی، د خپرېدو نېټه: میزان/۲۳/۱۳۸۴ ل کال، لاسرسی:
[ مراجعه: ۲۹/ زمری/ ۱۳۹۸ ل کال].

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس