معماری
خانه / ادب و هنر / د ژباړې اهمیت

د ژباړې اهمیت

د ژباړې اهمیت

د بغلان پوهنتون اساذ ګل رحمن رحماني

«که بدلون غواړې نو زده کړه ښې خبرې

په خبرو نږدې کېږي خلک لرې»

زموږ خاورینه نړۍ په لویو وچو وېشل شوې او دغه وچې له هېوادونو جوړې دي چې شمېر یې څه باندې ۲۰۵ سترو او کوچنیو هېوادونو ته رسېږي. ددې هېوادونو خلک د افهام او تفهیم لپاره خپلې ځانګړې  لویې او وړې ژبې لري او بېلابېل قومونه په کې مېشت دي. د شمېرو له مخې په نړۍ کې نږدې ۷۰۰۰ کارېدونکې ژبې شته چې څو یې نړیوالې او نورې یې محلي او سیمه ییزې دي.

اوس چې انسان په داسې یوه زر ژبې نړۍ کې ژوند کوي، د ژوند نړۍ یې هم د ټکنالوژي او وروستیو پرمختګونو په سبب ورځ تر ورځې د نږدې کېدو خواته روانه ده، انسانان یو له بل سره مخامخ کېږي، د ګوښه کېدو او له پرمختګونو د سترګو پټولو زمانه پای ته رسېدلې، نو په داسې حال کې باید د ډیالوګ، خبرو اترو او مباحثو زمینه رامنځته شي، ددې زمینې تر ټولو غوره وسیله ژبه او ژباړه ده.

د ژبې په برخه کې دا هم مشهوره ده چې کوم کس په یوه ژبه پوهېږي، یو سړی دی، څوک چې په دوو ژبو حاکم وي دوه او څوک چې درې یا زیاتې ژبه زده کوي، په حقیقت کې یې د انساني ځواک کچه هم هغومره ورسره اوچته ده، ځکه چې په ډېرو ژبو پوهېدل د انساني مغز د غوړېدو او لوړ فعالیت سبب ګرځي، حتی وروستیو ناتایید شوو څېړنو دا هم ښودلې چې په ډېرو ژبو پوهېدونکي نظر هغو کسانو ته ځوان پاتې کېږي چې یوازې یوه ژبه یې زده وي.

ښايي هېڅوک هم داسې پیدا نه شي چې د ژباړې له اهمیته دې انکار وکړي، ژباړه له اوچت تاریخي، علمي، فرهنګي، دیني او ټولنیز اهمیت څخه برخمنه ده. زموږ ټول دیني متون له قرآنکریم څخه را نیولې حتی تر الف با سیپارو پورې په عربي ژبه دي، موږ یې په لفظ ډېر ښه او روان لولو، پینځه وخته د خدای تعالی په حضور کې درېږو، لمونځ، نفلونه او دعاګانې کوو، خو کله مو فکر کړی چې باید د خپل عبادت په مانا ځان پوه کړو؟

پر دې مانا پوهېدل یوازې د ژباړې له لارې کېږي، کوم مسلمان چې د قرآن او لمانځه په مانا پوه وي، د هغوی په پرتله له خپل عبادت او دعاګانو زیات خوند اخلي او قلبي تمرکز لري چې په مانا یې نه پوهېږي.

په تاریخي، علمي او ټولنیز لحاظ هم ګڼ علوم او مسؤولیتونه شته چې انسان ته ور په غاړه دي، خو هغه ځکه ترې ناخبره دی چې ژبه یې بله ده او ده هڅه نه ده کړې چې ځان ورباندې وپوهوي.

دلته خبره د ژباړې کوو، ژباړه هغه څوک کولای شي چې په ژبه، نه بلکې په ژبو وپوهېږي، که تاریخ ته مراجعه وکړو، نو پخوانیو پاچاهانو، امیرانو او دېکتاتورانو هم د خپلو سیالانو د حال او احوال خبرېدو او یا هم له نورو سره د دوستۍ د اړیکو ټینګولو لپاره خپل ځينې ځیرک کسان په دې ګومارلي وو چې د دښمن او سیاسي رقیبانو ژبې زده کړي، پر مټ یې جاسوسي او دیپلوماټیک ماموریتونه تر سره کړي او را ټول کړي مطلوب معلومات طبعا چې د ژباړې له لارې له مسؤولو چارواکو سره شریک کړي.

له بلې خوا چې اوس اوس له یادو شوو پرمختګونو سره د علومو په اړه هم هره ورځ اثار او معلومات خپرېږي، دغه معلومات یوازې په نړیوالو ژبو وي، سیمه ییزې یا کوچنۍ ژبې ترې محرومې وي، خو د ویونکو اړتیا یې ورته له حده زیاته وي، نو باید دغه معلومات ولولي، خو څرنګه یې ولولي؟ یوازینۍ لاره یې ژباړه ده چې باید په خپله ژبه کې ترې خبر شي.

د خپلې ژبې لیکوال او عالمان که خپله نهايي هڅه هم وکړي، نو د خپلو همژبو وګړو علمي او ټولنیزې اړتیاوې په خپله ژبه نه شي پوره کولای، نو اړتیا ده چې ځينې تشې د بېلابېلو اثارو د ژباړې له لارې ډکې شي، ځکه چې د پښتو ژبې د هغه متل له مخې چې (یا مېړه شه او یا د مېړو لمن ونیسه) موږ چې په پښتو کې له بده مرغه د علم او اکاډمیکو بحثونو ډېر مېړني نه لرو، نو اړ یوو چې د نورو لمن ونیسو.

زموږ په ژبه کې د ژباړې اړتیا ښايي تر ګاونډیو ژبو ډېره زیاته وي، ځکه چې د هغوی په پرتله زموږ د عالمانو علمي اثار خورا کم دي، دغه تشه نه شي ډکولی، حتی ډېر پښتانه پوهان هم له بده مرغه چې کله کله خپل علمي اثار هم په خپله ژبه نه لیکي او په نورو ژبو وي. زما په نظر ددې لاملونه به ډېر وي، خو عمده یې دوه دي:

الف- په خپله ژبه حاکمیت نه لرل

ددې مانا دا ده چې شفاهي او نا شفاهي(لیکلې) ژبه طبعا خپل منځ کې توپیر لري، هر څه د لیکلو وړ هم نه وي، ډېر کسان شته چې نوموتي ویناوال دي، خو کله چې د لیکنې ورته ووایې، ښايي یو پراګراف هم ونه شي لیکلی، د لیکلې ژبې پر مهال د دوی ګوتې رېږدي، یا خو فکر کوي چې په خپله ژبه کې لیکل ډېر ګران دي او د دوی ژبه د لیکلو لپاره نه ده.!

د دوی فکر دا وي چې لیکل له ویلو توپیر لري، که لیکلو ته زړه هم ښه کړي، نو اکثره وخت داسې څوک ورسره نه وي چې په لیکلو کې يې مرستندوی شي، یا خو یې هم عالمانه غرور دا نه مني چې یو چاته دې په لیکلو کې ورسره د تخنیکي مرستې لپاره مراجعه وکړي.

ب- له ماخذونو اسانه استفاده او علمي غلا

ګڼ پښتو ژبې عالمان او لیکوال مې لیدلي چې په دري او انګلیسي ژبو لیکل کوي، انګلیسي ښايي کومه ستونزه نه وي، ځکه چې دوی په بهرنیو پوهنتونونو او اکاډمیکو ادارو کې په تدریس بوخت وي، زده کړې یې هلته کړې وي او ددې لپاره چې اثر یې نړیوال او ټول شموله شي؛ نو یو څه که لیکي هم په انګریزي یې لیکي، خو خپله افغانستان کې په دري-پارسي ژبو د لیک یو لامل هم دا دی چې دوی ګڼ پارسي ماخذونه لري او له ماخذونو څخه هم په دا ډول استفاده کوي چې کمه سلنه یې خپله لیکنه او پاتې یې د کاپي پسټ د ناروغۍ له مخې له ماخذونو را اخیستې وي او په اثر بیا خپل نوم لیکي.

ډېرو خپله ژبه هم د وخت په تېرېدو سره هېره کړي وي، زه ګڼ داسې کسان پېژنم چې د تخلصونو وروستاړي یې پښتني قبیلوي رېښه لري، خو یو ټکی پښتو یې نه وي زده، دا ستونزه ګڼو افغاني شاهانو او امیرانو هم درلوده چې مورنۍ ژبه یې پښتو وه، ولې پښتو یې د عمر تر پایه د لیک او وینا ژبه نه کړه.

په هر صورت، هره ژبه د خپلې علمي او کلتوري پانګې د بډاينې لپاره، د خپلې ژبې د ليکوالو له اثارو او هڅو سربېره، له نورو ژبو هم هر اړخيزې ژباړې ته اړتيا لري او هغه تشې پرې ډکېږي چې لا يې په ژبه کې ځاى د ليکنې له لارې نه وي ډک شوى.

له يوې ژبې ژباړه کول هغه ژبې ته د احتياج مانا نه لري، بلکې له هغه علومو او فنونو سره د لېوالتيا يو ثبوت دى چې د ژبې ويوونکي يې خپلې ژبې ته له کړاو او زحمت وروسته را لېږدوي، علم پالنه او بشریت ته خدمت دی، دا چې ژبه يوه ټولنيزه پديده (ښکارنده) ده، نو اړتياوې او ستونزې  يې هم ټولنيزې دي چې حل لارې يې د ټولنې له منځه تېرې شوې او د ژبې ځيرک او خواخوږي مينان يې په ښه توګه درک او حل کولى شي.

باید چې ډېر ناهیلي هم نه شو، پښتو ژبه هم د نړۍ له هغو ژبو ده چې اوسمهال يې منځپانګه د ګڼو علمي او کلتوري اثارو نه ورځ په ورځ ډکېږي، ددې اثارو يوه برخه که پښتنو ليکوالو په خپل زيار او زحمت رامنځه کړې، خو پاتې برخه يې د ژباړې له لارې پوره کېږي چې بیا بسنه نه کوي.

په دې وروستيو کې پښتو ژبې ته د ژباړې لړۍ چټکه شوې، چې دا يو پر ځاى او اړين ګام ؤ، هره اوونۍ نوي ژباړل شوي اثار خپرېږي چې ډېره برخه يې له دري- پارسي ژبې ده، خو اردو، انګليسي، عربي او نورې ژبې هم په کې شته.

دا اثار د کميت له اړخه د ستايلو وړ دي، بايد ژباړونکي يې وستايل شي، ځکه چې هغوى له خپلې ژبې او علم سره د مينې له امله دا کار کړى، خو کيفيت او د ژباړې ژبې ته يې پاملرنه اړينه ده. دوی چې اکثره داوطلب ژباړونکي دي، د ژباړې په اهمیت پوهېږي او د همدې خواخوږۍ له مخې یې ژباړې هم لوستونکي په مینه مني.

ددې بحث په پای کې به د ژباړې د اهمیت او اوسنۍ اړتیا  په اړه یو څو ټکو ته لنډه اشاره وکړو:

  1. ژباړه د ژباړونکي د ذهن او ځواک په زور تر سره کېږي او د هغه ذهني انرژي مصرفوي، نو اړینه ده چې ژباړن باید خپله دا انرژي بې ځایه مصرف نه کړي او تر ښو هم ښه او ګټور اثار وژباړي.
  2. ژباړونکی که په هر ځای کې اوسېږي، په هر ډول چاپېریال کې را لوی شوی وي، خو د خپلې ژبې او ټولنې فرهنګ باید هېڅکله هېر نه کړي او هغه څه وژباړي چې په ټولنه کې یې فرهنګي جذب ولري، د فکري انحراف او ارزښتونو د سپکاوي حس په کې نه وي.
  3. موږ چې له علمي مسائلو او اړتیاوو لرې پاتې شوي یوو، باید د هغو اثارو ژباړې ته اهمیت ورکړو چې زموږ د علمي او فکري کچې د لوړاوي او ګټه اخیستنې سبب ګرځي، ټولنه ورته سخته اړتیا لري.
  4. یو وخت به مو د هنري او ذوقي اثارو ژباړې ته ډېره اړتیا او لېوالتیا درلوده، خو اوسمهال دا تشه تر یو ځایه ډکه شوې، غوره به وي چې د طبي، ساینسي، حقوقي، اقتصادي او نورو علمي اثارو ژباړې ته وخت او اهمیت ورکړل شي.
  5. د ژباړونکو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې او خپل سري کارونه کله کله د ګټې ترڅنګ زیات تاوانونه هم لري، ښه به وي چې ژباړونکي د یوه اثر تر ژباړې وړاندې خپلو کې همغږي ولري او ژباړې تخصصي او مسلکي اړیکو ته په پام سره وشي.
  6. ژباړونکو ته اړینه ده چې د غوره ژباړې لپاره یوازې په خپله شته وړتیا هم بسنه ونه کړي، باید چې په دې برخه کې پراخه مطالعه ولري، ددې برخې روزنیزو اثار ولولي او د مسلکي معلوماتو د لوړاوي په اوږد مهاله او لنډ مهاله پروګرامونو کې شامل شي.
  7. هر پوه کس د ناپوه پر وړاندې مسؤولیت لري او لوستي یا له څو ژبو سره اشنا کسان د ټول ځوان نسل پر وړاندې مسؤول دي چې باید په نورو ژبو د خپلو علمي مطالعاتو یوه برخه له هغوی سره د ژباړو له لارې شریکه کړي.
  8. په ژباړه کې د تازه او نوو اثارو انتخاب ډېر اهمیت لري، ژباړونکي باید د زړو معلوماتو او اطلاعاتو د ژباړې پر ځای تل د تازه، کارېدونکو او هغو اثارو ژباړې ته اهمیت ورکړي چې د با اعتباره او مخورو پوهانو او مسلکي ادارو له خوا د علومو نړۍ ته وړاندې شوي او په ټولنه کې یې اړتیا تر بل هر وخت زیاته ده.

پای

 

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس