معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ډبرو سکرو پر سر د خبرو لپاره پاکستانی پلاوی کابل ته راځي

د ډبرو سکرو پر سر د خبرو لپاره پاکستانی پلاوی کابل ته راځي

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۲۶مه او د جولای میاشتې ۱۷مه نېټه ده) د ډبرو سکرو د صاراتو په اړه د خبرو لپاره د نن کابل ته د پاکستان یو پلاوی راځي
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د ډبرو سکرو ګمرکي محصول یې د دوو سوو ډالرو څخه دوو سوو اتیا ډالرو ته لوړ کړی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند مفتي عصمت الله برهان ویلي، ټاکل شوې د پاکستان د سوداګرۍ د وزارت د سکرټر په مشرۍ یو پلاوی د ډبرو سکړو د اړوندو مسلو په سر د خبرو لپاره نن (یکشنبه د جولای ۱۷) کابل ته سفر وکړي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویاندې په اسلام اباد کې رسنیو ته د یکشنبې په ورځ کابل ته د دغه وزارت د سکټر په مشرۍ د یو پلاوي سفر تایید کړی دی.
دا پاکستانی پلاوی داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې د افغانستان د ا.ا حکومت د ډبرو سکرو د یو ټن محصول د ۲۰۰ امریکايي ډالرو څخه ۲۸۰ ډالرو ته لوړ کړی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند مفتي عصمت الله برهان وویل چې دمخه د ډبرو سکرو څخه د بیلابیلو ادارو له خوا د محصول په نوم پیسې اخیستل کیدلې چې اوس د دغو ټولو مجموعي اندازه د یو ټن سکرو محصول ۲۸۰ امریکايي ډالره ټاکل شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس