معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د چین او افغانستان دوستانه اړیکې؛ وانګ یې یې پر دوام ټینګار کوي

د چین او افغانستان دوستانه اړیکې؛ وانګ یې یې پر دوام ټینګار کوي

ګهیځ: نن پنجشنبه (د مرغومي ۹مه) د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي چې هېواد به یې له افغانانو سره دوستانه تګلارې او د دغه هېواد د ټولګډونه سیاسي جوړښت ملاتړ ته دوام ورکړي.
نوموړي له سینهوا خبري اژانس او سي ایم جي سره په تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې اوسمهال افغانستان د اقتصاد، د خلکو د ژوند، امنيت او ادارې په برخو کې له ډېرو سختو ستونزو سره مخ دی.
هغه ټینګار کړی، چين به له ټولو افغانانو سره دوستانه تګلارې ته دوام ورکړي او د افغانستان د ټولګډونه سياسي جوړښت، د کورنیو حالاتو د ارامولو او بيارغونې په برخو کې به ورسره مرسته وکړي.
وانګ یې دغه راز ویلي د نړۍ لوی هېوادونه چې د افغان مسئلې د حل کولو مسوولیت لري، باید د دغه هېواد د ستونزو په هواري کې د عدالت پر اصولو ټینګار وکړي او خپلې پټې ګټې په پام کې ونه نیسي.
دغه لوړپوړي چینایي چارواکي ویلي چې نړۍ باید له زور څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي او په بې باکانه ډول پر دغه جګړه ځپلي هېواد بندیزونه ونه لګوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس