معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د چين او افغانستان ترمنځ به ډېر ژر بېرته هوايي ليکه فعاله شي

د چين او افغانستان ترمنځ به ډېر ژر بېرته هوايي ليکه فعاله شي

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د چنګاښ یا سرطان ۷مه او د جون میاشتې ۲۸مه نېټه ده) له چین سره به د افغانستان هوايي لیکه یو ځل بیا فعاله شي.
دا خبره د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې له خپل افغاني سیال مولوي امیرخان متقي سره په ټلیفوني خبرو کې کړې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې نږدې راتلونکي کې به افغان سوداګرو ته د ويزو ورکړې لړۍ پيل، افغان محصلينو ته به دغه هېواد ته د بېرته ګرځېدو زمينه برابره او د چين او افغانستان ترمنځ به ډېر ژر بېرته هوايي ليکه هم فعاله شي.
په دې خبرو کې دواړو لورو پر هر اړخیزو سیاسي اړیکو هم بحث کړی، وانګ یې ویلي، چې هېواد یې پر افغانستان لګېدولو بندیزونو سره مخالف دی.
د وانګ یې په وینا، چینايي پوهنتونو کې افغان محصلین به بېرته خپلو زده کړو ته راوګرځي او دوی به ژر تر ژره دا زمینه ورته برابروي.
نوموړي دا هم ویلي، چې بیجنګ کې افغان سفارت ښه فعاليت کوي او د دواړو هېوادونو په اړيکو کې ښه رول لوبوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس