معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د پکتیکا او خوست زلزله؛ د ځاني تلفاتو تازه خپاره شوي ارقام

د پکتیکا او خوست زلزله؛ د ځاني تلفاتو تازه خپاره شوي ارقام

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د چنګاښ ۱۴مه او د جولای ۵مه نېټه ده) د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، تېر یوه اوونۍ د پکتیکا او خوست روغتونونو ته څه باندې ۱۴۰۰ ټپیان لېږدول شوي.
دغه سازمان د پکتیکا او خوست د زلزلو په اړه تازه ارقام خپاره کړي.
ډبلیو اچ او ویلي، پخواني ارقام چې د جون په ۲۸مه اعلان شوي وو د زلزلې له امله د ټپیانو شمېر ۲۹۴۹ ته رسېده او د مړو ۱۰۳۶ تنه وو.
د دغه سازمان په وینا له هغه وخت راهیسې په روغتونونو کې څوک نه دي مړه شوي خو ۱۴۰۴ تنه نوي ټپيان لېږدول شوي چې ورسره د ټولو ټپیانو شمېر ۶۰۸۳ ته پورته شو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس