معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پوهنې وزیر: د ښځو د زده کړو خلاف نه یو

د پوهنې وزیر: د ښځو د زده کړو خلاف نه یو

د پوهنې سرپرست وزیر مولوي نورالله منیر وايي اسلامي امارت د ښځو له تعلیم او زده کړو سره کوم مخالفت نه لري.

باختر دولتي خبري اژانس د پوهنې سرپرست وزیر له قوله لیکي چې، زده کړې د انجونو اسلامي او قانوني حق دی. خو ټینګار کوي چې د دوی د زده کړو لپاره د یوې طرحې جوړول اړین دي.

پر ټول افغانستان د طالبانو تر ولکې ټینګولو وروسته تر شپږم ټولګي پورته انجونو ته ښونځي ته د تګ اجازه ور نه کړل شوه خو منیر له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی د سږ کال زده کړې نه ضایع کېږي.

هغه خبرداری ورکړ چې د پوهنې وزارت په دې برخه کې پر یوې طرحې کار کوي.

منیر زیاته کړه: “اسلامي امارت د ښځو زده کړو ته ژمن دی او زموږ مشران او دیني عالمان پر داسې یوې هر اړخیزې طرحې کار کوي چې هم زموږ د افغاني کلتور او هم د اسلامي شریعت په چوکاټ کې برابره وي او همدارنګه د ملت د اکثریت د منلو وړ وي او د هغې مطابق به د ښځو د تعلیم بهیر پیل شي “.

د سرچینې په وینا د پوهنې وزارت سرپرست، د تېرو حکومتونو یوه لویه ناکامي د زده کړو په برخه کې یوازې ښارونو ته د هغوی پاملرنه وبلله؛ خو په خبره یې اسلامي امارت په دې برخه کې د ښارونو ترڅنګ د هېواد ټولې سیمې په پام کې نیسي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال د د دغه وزارت اړوند څه د پاسه ۹۰ سلنه ادارې فعالې دي.

ورته مهال د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزرات چار سبمالی محمد خالد وايي، د اسلامي حجاب په ساتلو سره انجونه کولی شي د دکتورا تر کچې زده کړې وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس