معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د پاکستان کرېکټ؛ سوپر ليګ سیالیو کې یې شپږ افغان لوبغاړي اخېستي

د پاکستان کرېکټ؛ سوپر ليګ سیالیو کې یې شپږ افغان لوبغاړي اخېستي

ګهیځ: د پاکستان سوپر ليګ اووم پړاو سياليو لپاره شپږو لوبډلو خپل ټیمونه بشپړ کړي دي.
هره لوبډله د اته پخوانيو لوبغاړو د ساتلو واک لري او کولی شي پاتې نور په بېلابېلو کټګورۍ کې وپېري.
د پاکستان کرېکټ سوپر ليګ يا PSL سږنيو سياليو کې شپږ افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي، رحمان الله ګوربز، حضرت الله ځاځی، نوين الحق او نور احمد لکڼوال اخيستل شوي دي.
د پاکستان د کورني کرېکټ اووم کال یا سیزن سياليو کې د لاهور قلندرز لوبډلې راشد خان په پلاټينيم کټګورۍ ، کراچي کېنګز محمد نبي په ډايمنډ کټګورۍ، پېښور زلمي لوبډلې رحمان الله ګوربز او کوټه ګلډيېټرز لوبډلې نوين الحق او نور احمد پېرلي دي.
په دې سياليو کې لوبغاړو ته شپږ کټګورۍ جوړې شوې دي چې تر ټولو ګران بيه يې پلاټينم ده ورپسې ډايمنډ او درېيمه ګټګوري ګولډ يا سره زر ده .
د پاکستان سوپر ليګ سيالۍ چې په ۲۰۱۶ کال کې پيل شوې وې د امنيتي ستونزو له امله په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېدې خو سږ کال به په پاکستان کې دننه تر سره شي.
ټاکل شوې یادې سیالۍ د راتلونکي کال جنورۍ پر ۲۷مه نېټه په کراچۍ ښار کې پيل شي.
د پاکستان په دی سوداګریزه لیګ کې شپږ لوبډلې لوبېږي چې په کې د پېښور زلمي، اسلام آباد یونائټيد، کوټه ګل‌ ډي ایټرز، ملتان سلطان، کراچي کېنګز او لاهور قلندرز په نامه لوبډلې شاملې دي.
ټاکل شوې چې یادې سیالۍ به د راتلونکي کال د جنورۍ میاشتې پر ۲۷مه نېټه په کراچۍ کې پيل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس