معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د پاکستان مشرانو جرګه وایي، موقت حکومت د کډوالو د وېستلو د پرېکړې واک نه لري

د پاکستان مشرانو جرګه وایي، موقت حکومت د کډوالو د وېستلو د پرېکړې واک نه لري

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۳ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد د مشرانو جرګې یو شمېر غړو د پاکستان پر موقت حکومت غږ کړی، چې د افغان کډوالو د وېستلو مسله دې راتلونکي انتخابي حکومت ته پرېښودل شي.
دوی ویلي، چې د کډوالو د وېستلو لړۍ دې ژر تر ژره ودرول شي.
د پاکستان مشرانو جرګې نیوکه کړې، چې اوسنی حکومت د کډوالو د وېستلو د پرېکړې واک نه لري.
د پاکستان دولتي رسنیو د پاکستان د مشرانو جرګې د یو شمېر غړو په حواله ویلي، چې دوی د پاکستان سترې محکمې ته یو لیک استولی او په کې ویل شوي، چې د پاکستان موقت حکومت یوازې د ټاکنو او د پاکستان د ورځینو چارو د سمبالولو دنده پر غاړه لري او دغه حکومت د کډوالو د وېستلو د پرېکړې حق نه لري.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس