معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د پاکستان د ملي امنیت سلاکار کابل ته راغلی دی

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار کابل ته راغلی دی

ګهیځ: نن شنبه (د سلواغې ۹مه) د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د یو لوړپوړي د‎ولتي پلاوي په مشرۍ د افغانستان سرپرست حکومت له چارواکو سره د خبرو اترو لپاره کابل ته راغلی دی.
د ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي چې د افغان او پاکستاني پلاوي ترمنځ خبرې اترې پیل شوې دي.
د سمنګاني په وینا، په دې لیدنه کې به دواړه لوري پر جلا جلا مسایلو خبرې وکړي.
تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې نوموړی د روانې میاشتې په ۱۸مه کابل ته راشي خو د نامعلومو دلایلو له امله یې سفر وځنډېد.
معید یوسف وروسته تر هغه کابل ته راځي چې پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار لګولو پر سر د افغان او پاکستاني پوله ساتو د نښتو سربېره د پاکستاني طالبانو تحریک هم له پاکستان څخه پر ډیورنډ فرضي کرښه باندې د لګول شوي اغزن تار ټولولو غوښتنه کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس