معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د پاکستان د قبایلي سیمې مشرانو جرګه کابل ته را رسېدلې

د پاکستان د قبایلي سیمې مشرانو جرګه کابل ته را رسېدلې

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۱مه او د جون لومړۍ نېټه ده) پاکستاني رسنیو د پاکستان د سفارتي سرچینو له قوله ویلي، چې دغه پلاوی کابل ته را رسېدلی او د ښه راغلاست لپاره یې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ورغلی و.
د پاکستاني رسنیو له قوله په دې پلاوي کې د وزیرستانیو، ورکزیو، کرمې، خېبر، مومند، باجوړ او ملکنډ په ګډون د بېلابېلو سیمو مخور شامل دي او د مشرانو جرګې یو پخوانی غړی مولانا صالح شاه یې مشري کوي.
د دوی موخه له ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان سره خبرې کول دي، چې د افغانستان د اسلامي امارت چارواکي یې منځګړیتوب کوي.
له دې وړاندې رسنیو راپور ورکړی و چې د پاکستان حکومت او ټي ټي پي د اوربند پر سر هوکړې ته رسېدلي خو د ټي ټي پي یوه ویاند رسنیو ته په دې تړاو خپاره شوي راپورونه رد کړل.
هغه ویلي و چې لا هم په دې اړه له د پاکستان د حکومت او دوی تر منځ خبرې روانې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس