معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بسونو تګ راتګ پیلېږي

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بسونو تګ راتګ پیلېږي

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۲۲مه او د مارچ ۱‍۴مه نېټه ده) د راپورونو له مخې د افغانستان د ترانسپورت او هوایي چلند ادارې ویلي، ژر به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مسافر وړونکو بسونو تګ راتګ پيل شي.
سرچینه وایي په دې اړه له پاکستاني لوري سره خبرې شوې دي او دواړو لورو هوکړه کړې چې دغه خدمات به خصوصي شرکتونه وړاندې کوي.
یاد وزارت زیاتوي چې د پاکستان او افغانستان پنځه پنځه خصوصي شرکتونه به د مسافرو د لېږد رالېږد لپاره هڅه کوي.
افغان حکومت وایي چې د پاکستان ترڅنګ نورو ګاونډیو هېوادونو ته هم د ورته ترانسپورتي خدماتو د برابرولو په لټه کې دي.
خصوصي ترانسپورتي شرکتونه دغه چاره ستایي او تمه لري چې له نورو هېوادونو سره هم ورته ترانسپورتي او ترانزیتي اړیکې رامنځ ته شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس