معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د ټولګټو وزارت د کابل-هرات لویې لار بیا رغونه داوطلبۍ ته وړاندې کړې

د ټولګټو وزارت د کابل-هرات لویې لار بیا رغونه داوطلبۍ ته وړاندې کړې

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۹مه او د مۍ میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د افغانستان ا.ا د ټولګټو چارو وزارت د کابل-هرات لویه لار د بیا رغولو لپاره داوطلبۍ ته وړاندې کړې ده.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه لویه لار ۹۰۰ کیلو مټره اوږدوالی لري چې د تېرو شل کلنو جګړو او درنو بار وړونکو موټرونو د تګ راتګ له امله، کنډې کپرې شوې ده.
د ټولګټو وزارت په خبره، دغه پروژه پر هر ۱۰۰ کیلو مټرۍ وېشل شوې او پر شرایطو برابر له ټولو کورنیو شرکتونو او ملي پانګوالو غوښتنه شوې، چې خپل غوښتنلیکونه د جوزا تر ۲۵ نېټې دغه وزارت ته وسپاري.
هر هغه شرکت چې ګټونکی اعلانېږي د یادې لارې بیا رغونه به کوي او حکومت به له ملي عوایدو څخه ورته بودیجه برابروي او پر خپل وخت به یې رغوونکو شرکتونو ته ورکوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس