معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هند د مرسته شویو غنمو لومړۍ جوپه هېواد ته را ورسېده

د هند د مرسته شویو غنمو لومړۍ جوپه هېواد ته را ورسېده

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۸مه نېټه ده) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د هند له خوا۲۵۰۰ ټنه مرسته شوي غنم، نن د پاکستان له لارې ننګرهار ولایت ته را رسېدلي دي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي د وزارت مرستیال مولوي شرف الدین تېره ورځ(د کب پر ۷مه) په تورخم کې د دې مرستې د ترلاسه کولو په ویاړ جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې د هند د دې مرستې هرکلی وکړ.
شرف الدین وویل: “د دوست هېواد هند هغه مرسته چې اعلان شوې د غنمو ده. پنځوس زره ټنه غنم د افغانستان له ملت سره کومک شوی دی. دا دی اوس دوه نیم زره ټنه د هند د مرستې غنم راورسېدل.”
هند له افغانستان سره ۵۰ زره ټنه غنم مرسته کړې چې لومړنۍ جوپه یې نن هېواد ته را رسېدلې او نور به په نږدې راتلونکي کې را ورسېږي.
هند په دې وروستیو کې له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه غنمو مرستې اعلان وکړ، پاکستان اجازه نه ورکوله چې د دغه هېواد له لارې د هند مرسته شوي غنم افغانستان ته ورسېږي خو څو ورځې وړاندې هندي رسنیو راپورونه ورکړل چې پاکستان د دغې مرستې د لېږد برخه کې د همکاریو ټټر وهلی دی او ژر به دا مرسته افغانستان ته ورسېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس