معماری
خانه / ګهیځ / د هندوستان کې د کرکټ غوره لیګ سیالیو اتلولي د کلکتې لوبډلې وګټله

د هندوستان کې د کرکټ غوره لیګ سیالیو اتلولي د کلکتې لوبډلې وګټله

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۷مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هند په سوداګریز کرکټ سیالیو په لړ کې وروستۍ لوبه د کلکتې نایټ رایډرز او سن رایزرس حېدراباد د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د ۸ وېکټو په توپیر سره د کلکتې په بري سره تمامه شوه.

دغه پایلوبه چې د هندوستان په چینای ښار کې ترسره شوه، حېدراباد لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه او د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې په ۱۸.۳ اورونو کې ۱۱۳ منډې وکړې.

د کلکتې لوبډلې هدف د یولسم اور په درېیم توپ پوره کړ، چې وینکټیش ایر په کې ۵۲ ناسوځېدلې او رحمن الله ګربز په کې ۳۹ منډې ترسره کړې.

د پایلوبې د غوره لوبغاړي جایزه میچل سټارک وګټله او د لیګ د غوره لوبغاړي په توګه بیا د کلکتې سونیل ناراین ونومول شو.

په سږني IPL کې مخکښ منډه جوړونکی ویرات کولي وو، چې ۷۴۱ منډې یې کړې وې او هارشل پټیل بیا د ۲۴ ویکټو په اخستلو سره غوره توپ اچوونکی ونومول شو.

سږ کال په یاد لیګ کې تر نورو کلونو ډېر ۹ افغان لوبغاړو بېلابېلو لوبډلو ته سیالۍ ترسره کړې، چې نوین الحق تر ټولو زیاتې ۱۴ وېکټې اخستې وې او عظمت‌الله عمرزي تر نورو زیاتې منډې کړې وې.

دا درېیم ځل دی چې کلکته د “IPL” سیالیو اتلولي ګټي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس