معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د هرات سوداګر او پانګوال د انسان ټښتونې زیاتېدو اندېښمن کړي

د هرات سوداګر او پانګوال د انسان ټښتونې زیاتېدو اندېښمن کړي

ګهیځ: نن پنجشنبه (د کب ۱۲مه او د مارچ ۳مه نېټه ده) په هرات ولايت کې پانګه وال او سوداګر د انسان تښتونې پېښو زیاتېدو اندېښمن کړي دي.
د دې ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې چهارشنبه (د کب ۱۱مه) ناوخته په یوه خبرپاڼه کې دا اندېښنې د هرات ولایت د امنیتي ادارو له چارواکو سره په يوې ناسته کې شريکې کړي.
د یادې خونې په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د د خونې چارواکو په دې ناسته کې له امنيتي ادارو د دې اندېښنو د ختمولو لپاره د يوې روښانه تګلارې د جوړېدو غوښتنه کړې.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو، امنيتي منسوبینو ته وړانديز کړی څو د هغو سيمکارتونو چې ښار کې په غيرقانوني ډول پلورل کېږي او بې اسناده موټر چې دې ښار کې تګ راتګ کوي د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې امنيتي چارواکو د دې چارې د مخنيوي برخه کې سوداګرو او پانګه والو ته د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس