معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هرات-خواف رېل پټلۍ په تړاو د خبرو لپاره ایران ته د افغان پلاوي سفر

د هرات-خواف رېل پټلۍ په تړاو د خبرو لپاره ایران ته د افغان پلاوي سفر

ګهیځ نیوز: نن شبنه (د غبرګولي یا جوزا ۲۱مه او د جون میاشتې ۱۱مه نېټه ده) د هرات-خواف رېل پټلۍ د رغنیزو چارو بشپړېدو پر سر د خبرو لپاره یو پلاوی ایران ته په درې ورځیني سفر تللی دی.
افغان حکومت وايي، د هرات-خواف د رېل پټلۍ درېیمې ټوټې د پاتې رغنیزو چارو، د لېږد-رالېږ بیا پیلېدو او د پټلۍ پرسونل ته مسلکي زدکړو چمتو کولو په موخه یې یو پلاوی ایران ته تللی.‌
ټاکل شوې چې دا پلاوی به د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت او اوسپنې پټلۍ ادارې له چارواکو سره هر اړخیزې خبرې وکړي.
پلاوی د ا.ا امارت د اوسپنې پټلۍ ادارې د مشر ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ چارې مخته وړي.
د هرات-خواف د پټلۍ پروژه څلور برخې لري؛ اوله برخه یې له خواف د ایران تر سنګان، دوهمه برخه یې له سمنګان تر چا سرخ پولې پورې ده چې دواړه برخې ۷۶ کیلومتره کېږي.
د هرات-خواف پټلۍ ۲۵۵ کيلومتره اوږدوالی لري چې بالاخره د ۲۰۲۰ کال په ډیسمبر میاشت کې د ایران او افغانستان ترمنځ ۱۰ کاله وروسته رسماً پرانیستل شوه.
افغانستان دا مهال له ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان، روسیې، اوکرایین او چین پټلیو سره نښلول شوی او د هرات-خواف پټلۍ فعالېدل یې له ایران، ترکیې او اروپا پټلۍ سره هم نښلوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس