معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هرات – خواف ریل پټلۍ د جوړولو پر وروستۍ برخې کار پیل شو

د هرات – خواف ریل پټلۍ د جوړولو پر وروستۍ برخې کار پیل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۷مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات ځایي مسوولینو خبر ورکړی، چې د خواف – هرات ریل پټلۍ څلورمې برخې دوهم فاز چې ۴۷ کیلومټره اوږدوالی لري، د ۵۳ میلیونه ډالرو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې.

د خواف – هرات ریل پټلۍ چې افغانستان له ایران سره نښلوي، د هېواد ټرانزیټي برخه کې یوه حیاتي پروژه ګڼل کیږي، چې د جوړولو چارې یې ګاما سهامي شرکت، دوه نور ترکي او روسي شرکتونه مخته وړي.

د دې پروژې وروستۍ برخه د هرات د زنده جان ولسوالۍ اړوند رباط پریان له سیمې پیل او د هرات نړیوال هوایي ډګر او صنعتي ښارګوټي کې پای ته رسیږي.

هېره دې نه وي چې د خواف – هرات رېل پټلۍ پروژه له ستراتیژیک اړخه د افغانستان لپاره له ځانګړي ارزښته برخمنه ده.

د مسوولینو په وینا دغه پروژه به د افغانستان د سوداګرۍ کچې پر لوړېدو سربېره هرکال اروپا ته د چینایي توکو د صادراتو له درکه افغانستان ته د پام وړ عواید ولري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس